د وزیرانو شورا نوبتي ناسته د اجرائيه رئيس په مشرۍ ترسره شوه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت وزیرانو شورا نوبتي ناسته نن په سپېدار ماڼۍ کې د اجرائیه رئیس په مشرۍ وشوه. په دې ناسته کې چې د کلام الله مجید په مبارکو ایاتونو پيل شوه، اجرائيه رئيس په هېواد کې د وروستیو ترهګریزو پېښو شهیدانو ته دعا وکړه او کورنیو ته یې د جمیل صبر غوښتنه وکړه.

اجرائيه رئيس وویل، چې د ولسمشر په لومړي مرستیال له بده مرغه برید شوی، چې په سطحي کچه ټپي شوی خو خوښي وښوده، چې ټپونه یې ژور نه دي. نوموړي زیاته کړه، چې په هېواد کې د جګړو د پراخوالي او د وسله والو د هجوم راوړلو یوه موخه د بروکسل کنفرانس تر اغېز لاندې راوستل وو، چې له نیکه مرغه ونه توانېدل او بروکسل کنفرانس په بریالیتوب پای ته ورسېد.

اجرائيه رئيس وویل: د کندوز په سقوط کې خلکو ته ډېر مالي او ځاني زیان رسېدلی او له شک پرته چې لومړی مسوولیت موږ ته راجع کېږي، ځکه له تېر کال را په دېخوا او له هغو تجربو په اخیستنې سره ښه تدابیر نیول شوي وای.

د ډاکټر عبدالله عبدالله په وینا، چې له نیکه مرغه په کندوز کې د دښمن بریدونه دفع شوي؛ خو لا هم خلکو ته د امنیت په اړه لازم ډاډ نه دی ورکړل شوی او نه د هغوی اندېښنې ختمې شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په روزګان، فاریاب، فراه او هلمند کې هم طالبانو بریدونه وکړل؛ خو د خلکو په همکارۍ امنیتي ځواکونو کلک مقاومت کړی دی.

اجرائيه رئيس وویل: په هغه ځای کې چې غفلت شوی، فساد شوی، سرتېرو ته اعاشه او معاش په وخت نه دی رسېدلی، ارزول کېږي، هغوی چې لټي او تنبلي یې کړې، مجازات او هغوی چې په خپلو دندو کې یې سرښندنې کړي، باید تقدیر شي. نوموړي زیاته کړه، چې دا یوه اساسي او جدي مساله ده، چې ارزونه وشي او ملامت کسان وپېژندل شي.

د هېواد اجرائيه رئيس د بروکسل کنفرانس د بریا له امله مبارکي وویل او ویې ویل، چې په دې کنفرانس کې نړیوالې ټولنې په ملي یووالي حکومت باور وکړ او خپلې مرستې اعلان کړې؛ خو دا اوس په افغان لوري پورې اړه لري، چې له نړیوالې ټولنې او افغانانو سره خپلې کړې ژمنې د وضعیت د بهبود لپاره ترسره او د ښې ګټنې لپاره ترې کار واخلي.

اجرائيه رئیس اصلاحت او له فساد سره مبارزه د حکومت مهمې ژمنې یادې کړې او ویې ویل، چې په اداراتو کې لټي او غفلت د منلو وړ نه دی.

هغه همدارنګه په ژنیف کې د کډوالو په اړه د شوي کنفرانس یادونه وکړه او ویې ویل، چې په ژنیف کې یې د ایران، پاکستان او د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمېشنرۍ له چارواکیو سره ښه بحثونه درلودل. ده وویل، له ګاونډیو هېوادونو او د کډوالو له عالي کمېشنرۍ یې د کډوالو د حقونو رعایت او هغوی ته د داسې سهولتونو د برابرېدو غوښتنه کړې، چې په ډاډه زړه او اسانه ډول وکولای شي خپل هېواد ته ستانه شي.

اجرائيه رئيس وویل، چې د کډوالو لپاره یوشمېر سهولتونه اوس برابر شوي؛ خو اړونده ادارې باید دا تعهدات تعقیب کړي څو د کډوالو حقونه رعایت شي.

ډاکټر عبدالله عبدالله قومي تعصبات او تبعیض وژونکې پدیده وبلله چې په وینا یې یوشمېر کسان او کړۍ له هر فرصت نه په استفادې هڅه کوي، چې په هېود کې د تعصب او تبعیض اور ته لمن ووهي. نوموړی وايي، قومي تعصبات او تبعیضات که په وینا کې وي یا په عمل کې، د منلو وړ نه دی او له ټولو افغانانو یې وغوښتل، چې یووالي ته کار وکړي.

نوموړي د ټولنیز عدالت په تامین د ټینګار ترڅنګ وویل، له بده مرغه چې یوشمېر کړۍ له تعصب ډکې څرګندونې او کړنې ترسره کوي.

وروسته نوموړي د ناستې اجنډا په لاندې ډول اعلان کړه؛

امنیتي راپور، ورپسې د سلما بند د امنیت او دې بند ته د 200 اضافي سرتېرو د ګومارلو رپوټ، چین ته د اجرائيه رئيس د دویم مرستیال د سفر راپور، په ولایاتو کې د 1395 کال د دویمې ربع د انکشافي ناستو رپوټ، له شاقه کارونو د ماشومانو د مخنیوي په اړه د کار او ټولنیزو چارو وزارت رپوټ، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي او عدالت ته د مېرمنو د لاسرسي په اړه د ښځو چارو وزارت رپوټ او له سرې میاشتې سره د دولتي مامورینو د یوې ورځې او د کابینې د غړو د یوې اونۍ معاش د ورکړې مساله د وزیرانو شورا د نوبتي ناستې اجنډا ده.

د اجنډا له مخې د ملي دفاع وزارت مرستیال امنیتي رپوټ وړاندې کړ او ویې ویل، چې په تېرو څلور ویشتو ساعتونو کې د کونړ په سرکاڼو ولسوالۍ ناوه سیمه کې د پاکستان له لوري څلور فیره او د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په کاریزک سیمه کې ۱۴ فیره د توپ مرمۍ را توغېدلي؛ خو تلفات نه لري.

هغه د هېواد امنیتي وضعیت د ډاډ وړ وباله او ویې ویل، چې د ترینکوټ ښار له وسله والو چاڼ شوی په دې ولایت کې امنیتي ځواکونه ښه پرمختګ لري. هغه همدارنګه په کندوز، هلمند، فراه او فاریاب ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو له لاسته راوړنو او پرمختګونو یادونه وکړه او ویې ویل، چې مخالفانو تر ډېره په دغو ولایاتو بریدونه ډېر کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال هم د هېواد امنیتي وضعیت د ډاډ وړ وباله او ویې ویل، چې په فراه کې د هوايي بریدونو له امله د دښمن اصلي مرکزونه په نښه شوي او له منځه تللي دي.

هغه په کندوز کې امنیتي وضعیت د قناعت وړ دی ملي اردو او ملي پولیسو د طالبانو پسې اخیستې درنه ضربه یې ور اړولې ده. نوموړي زیاته کړه، چې په لښکرګاه، فراه او ترینکوټ کې امنیتي کمربندونه جوړ شوي دي.

ورپسې د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجینیر محمد خان د افغان ـ هند دوستۍ بند د امنیت د پياوړتیا په اړه رپوټ وړاندې کړ او ویې ویل، چې دمګړۍ د سلما بند لپاره جدي ګواښ نشته؛ خو د لا ښه امنیت لپاره یې 200 پولیسو ته اړتیا ده، چې باید وګومارل شي او کورنیو چارو وزارت وايي، چې د دغو پولیسو لپاره بودیجه نشته.

نوموړي زیاته کړه، د سیمه ییزو ارګانونو اداره به د هرات له ولایت مقام سره په ګډه هغه سیمه تخلیه کړي، چې استملاک شوې؛ خو وروسته غصب شوې ده. دغه راز به د برېښنا شرکت د پایو په نصبولو او د مزو په غځولو کې اقدام کوي او ټولګټو چارو وزارت د سلما بند ته د غځېدلي سړک د جوړېدو چارې پيلوي.

د برېښنا او اوبو وزیر علي احمد عثماني اندېښنه وښوده، چې سلما بند ته نا امني ورو ورو ور نېږدې کېږي.

اجرائيه رئيس کورنیو چارو وزارت او مالیې وزارت ته هدایت ورکړ، چې جلسه وکړي او د سلما بند د پولیسو لپاره بودیجه پيدا کړي.

ورپسې د اجرائيه ریاست دویم مرستیال استاد محمد محقق چین ته د خپل سفر په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، چې دغه سفر خورا مهم و. هغه وویل، په چین کې د اتیاوو هېوادونو او کابو لسو نړیوالو سازمانونو په ګډون د ورېښمو د لارې د رغېدا لپاره یو نندارتون جوړ شوی و، چې افغانستان د دې ناستې ځانګړی مېلمه و. هغه وویل، د دې سفر په لړ کې بامیان او د چین ګونسو ولایت د خواهرخواندګۍ مساله لاسلیک شوه او دغه راز به د بلخ او د چین د یو بل ښار ترمنځ هم مرسته او همکاري پيل شي. نوموړي زیاته کړه، چې چین به د بامیانو د ودې او توریزم په برخه کې مرسته کوی.

اجرائيه رئيس بهرنیو چارو وزارت ته لارښوونه وکړه، چې دا مساله له چینایانو سره تعقیب کړي او د نورو ښارونو لپاره هم ورته زمینه مساعده کړي.

د اجنډا له مخې د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد په ولایاتو کې د انکشافي کمېټو یا PDC د ناستو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، چې په څلورو ولایاتو کې دا جلسه نه ده شوې او په یوشمېر ولایاتو کې په وقفه یي ډول شوې ده. هغه اندېښنه وښوده، چې یوشمېر والیان دې مسالې ته په کمه سترګه ګوري او اجرائيه رئيس ته یې وویل، چې سیمه ییزو ارګانونو که هدایت ورکړي، څو والیان د انکشافي ناستو ته اړباسي او خپل رپوټونه وزارتونو ته را واستوي.

اجرائيه رئيس سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته لارښوونه وکړه، چې ټولو وزارتونو ته خبر ورکړي، چې انکشافي ناستې ترسره او خپل پلانونه جوړ کړي.

د اطلاعاتو او کولتور وزارت سرپرست ډاکټر کمال سادات وړاندیز وکړ، چې په ولایاتو کې د په انکشافي پلانونو کې د ځوانانو لپاره د دفتر او نور اړین پروګرامونه شامل کړي.

د اجنډا بله برخه پر شاقه کارونو اخته ماشومانو ته ځانګړې شوې وه. د کار او ټولنیزو چارو مرستیال واصل نور مهمند په دې اړه رپوټ وړاندې کړ او ویې ویل، چې دمګړۍ په هېواد کې په 2014 کال کې شوې سروې له مخې 2.7 میلیونه ماشومان کار کوي، چې 1.2 میلیونه ماشومان یې په شاقه کارونو اخته دي.

هغه وویل، چې له شاقه کارونو د ماشومانو د مخنیوي لپاره دوی له ماشومانو د ملاتړ ملي ستراتېزي جوړه کړې، او په دې برخه کې له 2006 کال راهیسې ډېر کار شوی دی.

نوموړي وویل، چې له ماشومانو د ملاتړ قانون کابینې تصویب کړی او هیله من دی چې ملي شورا یې هم تصویب کړي، څو له دې وروسته هېڅوک ونشي کولای چې ماشومان شاقه کارونو ته استخدام کړي.

هغه دغه راز د ننګرهار په سره رود او د کابل په ده سبز ولسوالیو کې د خښتو په بټیو کې د کارکوونکیو ماشومانو په اړه وویل، چې زرګونه ماشومان په شاقه کارونو اخته دي، چې تر اوسه یوازې په سره رود کې 1800 او په ده سبز کې 1300 ماشومان له روغتیايي، پوهنې او نورو اړینو خدماتو دوی برخمن کړي دي.

نوموړی زیاتوي، چې تر اوسه 26 موسسو له پوهنې وزارت سره د هوکړه لیکونو له لاسلیک وروسته 26000 کارګرو ماشومانو ته د زده کړو استانتیاوې برابرې کړي دي.

هغه له شاقه کارونو د ماشومانو د ژرغونې لپاره یولړ وړاندیزونه وکړل او له اجرائیه رئيس یې وغوښتل چې دې مسالې ته پاملرنه وکړي.

اجرائيه رئيس د اجرائيه ریاست د دویم مرستیال استاد محمد محقق په مشرۍ یو کمېسیون ته دنده وسپارله چې د ولسي تړون د پروګرام له کمېسیون سره وګوري او د ماشومانو په اړه هغه وړاندیزونه چې په دې پروګرام کې شامل کېدای شي، شامل شي. دغه راز د اطلاعاتو کولتور وزارت او نور ادارو سره هم وګوري. په ځانګړي د صنعت کارانو له ټولنې، سوداګرو او سوداګریزو خونو سره، څو په دې برخه کې اقدامات وشي.

د اجنډا په بله برخه کې د ښځو چارو وزارت خپل رپوټ وړاندې کړ او ویې ویل، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کمېسیون ناستو ته یوشمېر ادارې په ځانګړي ډول ځينې والیان اهمیت نه ورکوي او منظم په کې ګډون نه کوي، چې له امله یې د دې کمېسیون چارې ځنډنۍ دي.

نوموړې همدارنګه وړاندیز وکړ، چې د دې کمېسیون چارې دې په یوه ربع کې د اجرائیه رئيس تر مشرتابه لاندې ترسره شي، چې هغه ومنله.

د ښځو چارو وزارت مرستیالې همدارنګه غور ولایت ته د خپل کاري سفر رپوټ وړاندې کړ او د هغه ولایت د ښځو تت انځور یې جلسې ته وړاندې کړ.

وروسته سرې میاشتې هغه غوښتنې د و زیرانو شورا له غړو سره شریکه کړه، چې دولتي کارمندان د خپلې یوې ورځې معاش او د کابینې غړي د خپلې یوې اونۍ معاش د مرستې په ډول سرې میاشتې ته ورکړي.

د حج او اوقافو وزیر وویل، چې دغه کار له شرعي اړه ناسم دی؛ خو نورم او سټندرد ادارې مشر وویل، چې یوشمېر عادي او ټيټ پوړي کارمندان د دې وس نه لري.

په پای کې اجرائيه رئيس پرېکړه وکړه، چې وزیران او والیان دې په خپلو ادارو کې کمپاین وکړي او هر مامور چې غواړي په داوطلب ډول خپل د یوې ورځې معاش سره میاشت ته ورکړي، نومونه یې باید ثبت شي.

هغه دغه راز وویل، چې د کابینې غړي هم کولای چې له دریو ورځو څخه تر یوې اونۍ پورې خپل معاش سره میاشت ته په داوطلب ډول ورکړي.

اجرائيه رئیس د کندوزیانو هغه غوښتنه چې د برېښنا بیې دې کمې شي یاده کړه او په دې اړه یې د برښنا له شرکت وغوښتل چې ورسره د امکان په صورت کې مرسته وکړي. د برېښنا شرکت رئیس قدرت الله دلاوري سره له دې چې ویل یې په کندوز کې د برېښنا بیه د نورو ولایاتو په پرتله کمه ده؛ خو د جګړو له امله برښنا شرکت ته اوښتی زیان چې حکومت یې د ورکړې هوډ لري، شرکت ته دې نه ورکوی هماغه دې د کندوز له خلکو سره مرسته وکړي.

غونډه په دعا سره پای ته ورسېده.