د امریکا متحدو ایالاتو په ټاکنو کې د ښاغلي ډونالډ ټرمپ د بریالي کېدو په اړه د اجرائیه رياست اعلامیه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د افغان ملت او حکومت په استازولۍ د امریکا د متحدو ایالاتو د 45 ولسمشر په توګه د ښاغلي ډونالډ ټرمپ د بریا له امله هغه او د امریکا ملت ته مبارکي وايي.

افغانستان او د امریکا متحده ایالات دوه ستراتېژيک دوستان او ملاتړي دي. له ترهګرۍ سره مبارزه او د سولې او ثبات لپاره هڅې د دواړو هېوادونو له لومړیتوبونو څخه ګڼل کېږي.

د هېواد اجرائيه رئيس هیله لري، چې د ښاغلي ټرمپ په ټاکلو سره به د  دواړو هېوادونو ترمنځ په اقتصادي، پوځي، ټولنیزو او فرهنګي برخو کې دوستانه اړیکې او ستراتېژیکه همکاري پراختیا او پياوړتیا ومومي.

اجرائيه رئيس ښاغلي ټرمپ، د هغه نوې ادارې او د متحدو ایالاتو خلکو ته د بریا هیله کوي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه ریاست