اجرائیه رئیس د چراغ د طبي لوړو زدکړو د مؤسسې په فراغت غونډه کي وینا وکړه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن په کابل کي د چراغ د طب د لوړو زدکړو مؤسسې په فراغت غونډه کي ګډون او وینا وکړه.

نوموړي په دغه غونډه کي تازه فارغو سوو ښځينه او نارینه ډاکټرانو ته د مبارکۍ تر څنګ وویل، چي د کار ترڅنګ پر خپلو زدکړو په راتلونکي کي هم تمرکز وکړي او د ورځي له معیارونو سره ځانونه اعیار کړي.

هغه زیاته کړه، چي په هیواد کي نا امنیو او نورو بشري ناورینونو د ټولني د نورو اقشارو ترڅنګ د ډاکټرانو مسؤلیت او کار هم زیات کړی او اړتیا ده، چي په ټول توان او بشري مینه د اړمنو خدمت وسي.

اجرائیه رئیس تازه فارغو سوو ډاکټرانو ته وویل، چي له هر ډول دیني، مذهبي، قومي، سمتي، نژادي او جنسي علایقو او روابطو پرته د طبي قوانینو په چوکاټ کي له ناروغانو سره راشه درشه ولري او د صحت لپاره یې هڅي وکړي.

ډاکټر عبدالله وړاندي وویل، چي حکومت د لوړو زدکړو د خصوصي مؤسساتو له ستونزو اګاهي لري او همداراز له هغو موضوعاتو په جریان کي دی، چي له امله یې د یو تعداد مؤسساتو د زدکړو معیار او نور تدریسي خدمات د توقع او اړتیا تر حد کښته دي.

نوموړي زیاته کړه، چي ډېر ژر به په دې اړه د لوړو زدکړو د وزارت، د لوړو زدکړو د شخصي مؤسسو او د عدلیې د وزارت ګډه غونډه جوړه کړي، څو له قوانینو نیولې تر تدارکاتو او تدریسي نصاب پوري په ټولو برخو کي ستونزي تر بحث لاندي ونیول سي او اړیني حل لاري ورته ولټول سي.

هغه د ننۍ فراغت غونډي په پای کي ډاکټرانو ته سوګند ورکړ، چي له خپل مسلک او د بشریت د تقاضا سره سم له ناروغانو سره د طبي او انساني قوانیونو په چوکاټ کي رفتار وکړي.