په باقر العلوم مسجد کې د شوي ځانمرګي برید په اړه د اجرائيه ریاست اعلامیه

په دېرې خواشینۍ سره خبر شوم، چې یوځل بیا جنایتکاره او انسان ستیزه ترهګرو د ټولو اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف او د خدای ج د کور حرمت او تقدس ته په نام کولو سره د کابل ښار په شپږمه امنیتي حوزه کې په باقر العلوم مسجد کې، په یوه ځانمرګي برید سره زموږ یوشمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان کړل.

دا وحشیانه او بوږنوونکی ترهګریز برید تر ټولو په امن او پاکترین دیني ځای کې د مسلمانانو د هدف ګرځولو په موخه ترسره شو، چې د ترهګرو د بې رحمۍ، شقاوت او جهالت اوج ښيي، چې په هېڅ دین او قانون کې د توجیه وړ نه دی. دا جنایت ترهګرې ډلې ترسره کوي، چې په هېڅ دین، مذهب، قوم، تبار، ارزښت او ځانګړي قانون پورې تړلي نه دی.

ترهګرې ډلې له هرې ممکنې لارې خپلې وژونکې موخې څاري او په دې برخه کې هېڅ حد او پوله نه پېژني. د ملکي وګړو، ښځو او ماشومانو هدف ګرځول او ان د الهي حریم ماتول هغوی ته جواز لري. دا ډلې په هېڅ دین باور نه لري او په عامه افکارو کې د وحشتونو د رامنځته کولو لپاره په هر ډول اسلامي او انساني ضد جنایت لاس پورې کوي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه ریاست سره له دې چې دا بزدلانه او وحشیانه برید په کلکه غندي، د دې پېښې شهیدانو ته د جنت فردوس او ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا دعا کوي. اجرائيه ریاست همدارنګه له خپلو مسلمانو خلکو چې د ورونو په څېر ژوند لري، غواړي د هغو کسانو د تمې خلاف چې کوښښ کوي په افغانانو کې نفاق او تفرقه رامنځته کړي، د ترهګرو ځواب له هغوی څخه په نفرت او کرکې سره ورکړي، د مسلمانانو ترمنځ یووالی او همدلي رامنځته کړي؛ هغه څه چې د ترهګرو د رنځ او اندېښنې لامل ګرځي.