د وزیرانو شورا نوبتي غونډه د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله په مشرۍ جوړه سوه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د وزیرانو شورا نوبتي غونډه نن دوشنبه تر غرمې مخکي په سپېدار ماڼۍ کي د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ او د ټولو غړو په ګډون جوړه سوه.

اجرائیه رئیس د غونډي په پیل کي وویل، چي د کابینې د وزیرانو په باب د پارلمان وروستۍ پرېکړي د خلکو په منځ کي سوالونه ایجاد کړي او هیله ده، چي د ستري محکمې لخوا د اساسي قانون د ۹۲ مادې څخه د ګټي اخستني د څرنګوالي تفسیر تر رسېدلو وروسته په دې اړه لازم جوابونه وموندل سي.

هغه زیاته کړ، چي د وزیرانو د استیضاح په اړه د حکومت وروستۍ پرېکړه له پارلمان سره د ټکر او مقابلې په معنی نه، بلکه د قانون د حکمونو په رڼا کي د کارونو د بهترۍ او د لازمو وضاحتونو د ایجاد په هدف ده.

نوموړي یادونه وکړه، چي د ۱۳۹۶ لمریز کال بودجه هم د افغانستان په کونج کونج کي د ولس د اساسي اړتیاوو پر بنیاد جوړه سوې او هیله لري، چي د ولس استازي به یې د معقولیت په نظر کي نیولو سره تایید کړي.

اجرائیه رئیس وویل، چي د پارلمان ځای د هیواد په نظام کي مشخص دی او حکومت او پارلمان دواړه د ګډو اهدافو او د خلکو د بهتري سبا لپاره کار کوي.

ډاکټر عبدالله عبدالله په ننۍ غونډه کي له وزیر صاحبانو څخه هم مننه وکړه، چي په سختو شرایطو کي یې د لږو امکاناتو په درلودلو سره اساسي کارونه کړي او د توان تر حده یې د ولس قانوني غوښتنو ته رسیدګي کړې.

هغه په ننۍ غونډه کي د پارلمان له ادرسه د ښخو پر وړاندي د تاوتریخوالي د منع د قانون تصویب ښه ګام وباله او په دې برخه کي یې له اړوندو ادارو او د ولس له استازو مننه وکړه.

نوموړي همداراز وویل، چي د لاجوردو لارې څخه د ګټي اخستني لپاره پنځه اړخیز هوکړه لیک لاسلیک سوی او د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ د ریل پټلۍ هم سره نښلول سوي دي.

اجرائیه رئیس یادونه وکړه، چي په تیرو اوونیو کي د کورنیو بې ځایه سوو او له بهرنیو هیوادونو د بیرته راستنېدونکو افغانانو سره د مرستي او د هغوی د ستونزو د حل په موخه لازم اقدامات سوي او دا لړۍ لا هم دوام لري.

د وزیرانو شورا ننۍ غونډي ته د اجنډا سره سم د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو مسؤلینو په خپلو امنیتي راپورونو کي وویل، چي د تیرو دوو اوونیو په ترڅ کي د ۱۷ لویو عملیاتو ترڅنګ په ۱۳ ولایتونو کي ۵۳ ځانګړي عملیات سوي او سیمي د مخالفینو له حضوره پاکي سوي دي.

هغوی زیاته کړه، چي ددغو عملیاتو پرمهال د افغانستان هوايي قواوو ۶۸ هوايي ضربې واردي کړي، چي پرمهال یې تر ۳۰۰ ډېر ترورستان وژل سوي او څه باندي ۲۵۰ نور زخمیان سوي دي.

د امنیتي وزارتونو مسؤلینو یادونه وکړه، چي د عملیاتو په نتیجه کي د هیواد په ګوټ ګوټ کي امنیتي وضعیت بهتره سوی او د عمل ابتکار د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په لاس کي دی.

په دغه راپورونو کي وویل، چي د داعش په نوم تروروستي ډله د هیواد په ختیځ کي تر سختو حملو لاندي ده او د رهبرۍ څو تنه برجسته غړي یې په عملیاتو کي هلاک سوي دي.

همدا راز ویل سوي وه، چي امنیتي وضعیت په فاریاب، هلمند، کندز، ارزګان او جلال اباد کي هم اساسي تغیر کړی او ګڼ شمېر سیمي له تروستانو څخه پاکي سوي دي.

د کورنیو چارو وزیر او د ملي دفاع وزارت مرستیال ننۍ غونډي ته وویل، چي د راتلونکي ژمي لپاره امنیتي پلان جوړ سوی، چي په تطبیق سره به یې د مخالفینو د لوی تعداد حملو مخه ونیوله سي.

د وزیرانو شورا په ننۍ غونډه کي د اجرائیه ریاست د لومړي مرستیال انجینیر محمد خان لخوا د سړي تښتوني د پيښو د علتونو او عواملو او د هیواد په کچه د لویو ملي پروژو د قراردادیانو پر ستونزو د ټاکل سوي پلاوي راپور وړاندي سو.

انجینر محمد خان وویل، چي ټاکل سوي پلاوي د ټولو ادارو په ګډون دوې ناستي کړي او پرمهال یې د انسان تښتوني د پيښو ټول عوامل او لازمي حل لاري په یوه راپور کي وړاندیز کړي دي.

هغه زیاته کړه، چي د غیر راجستر سیمکارتونو پلور، د غیر قانوني موټرونو شتون او ګرځونه، د غیر قانوني اسلحو موجودیت او په ازاد بازار کي د نظامي لباسونو پیر او پلور د انسان تښتوني او د لویو پروژو د قراردیانو لپاره د راټوکېدلو ستونزو اساسي عوامل دي.

نوموړي په خپل راپور کي د ټاکل سوي پلاوي لخوا ترتیب سوي وړاندیزونه او حل لاري هم وړاندي کړې او په دې اړه تر هر اړخیز تخنیکي او امنیتي بحث وروسته پرېکړه وسوه، چي په دې اړه یوه ګډه طرحه ترتیب او د ملي امنیت شورا ته د تایید لپاره وړاندي سي، څو د انسان تښتوني پر ضد مبارزه چټک خوځښت ومومي.

د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجینیر محمد خان ننۍ غونډي ته همداراز د نفتي موادو، مایع ګاز او LPG د زخیرو او پمپ سټیشنونو د تخنیکي، امنیتي او چاپیریالي شرایطو د واحد طرزالعمل د ایجاد په اړه راپور وړاندي کړی.

نوموړي وویل، چي ټاکل سوي کمېسون د قوانینو او طرز العملونو د کتني ترڅنګ د کابل ښار په مختلفو برخو کي اړوندي ذخیرې او پمپ سټېشنونه هم له نژدې لیدلي او اساسي ستونزي یې په ګوته کړي دي.

ښاغلي محمد خان زیاته کړه، چي دوی پمپ سټیشنونه پر درو ځانګړو کټګوریو وېشلې او د ټاکل سوي معیارونو له مخي یې له هغوی کتنه کړې او دا بحث یې تر مطالعې لاندي نیولی دی.

هغه یادونه وکړه، چي د ټولو اړوندو اداراتو له طرزالعملونو یې یو مشترک طرزالعمل چمتو کړی، چي په تطبیق سره به یې نه یوازي تخنیکي، امنیتي او چاپېریالي ستونزي حل سي، بلکه د کیفیت د کنټرول او تخلیې سستمونو په برخه کي به هم اساسي اهداف تر لاسه سي.

په دې اړه تر بحث وروسته دغه طرز العمل د وزیرانو شورا لخوا تایید سوو او فیصله وسوه، چي په مرکز کي د کار د پیل ترڅنګ دي په ټولو ۳۴ ولایتونو کي هم د تطبیق عملي کارونه پیل سي.

اجرائیه رئیس اړوندو ادارو ته وظیفه وسپارل، چي د طرز العمل د تطبيق لړۍ د پیل سره سم دي، لومړنۍ پلټني په کابل کي پیل او لړۍ دي یې ولایتونو ته وغځول سي.

نوموړي زیاته کړه، چي د تطبیق د پروسې پرمهال دي د کابل ترڅنګ په ولایتونو کي د نظارت برخي ته توجه زیاته سي او دا څارنه دي هم د انفرادي ادارو پر ځای د ټاکل سوي ګروپ لخوا وسي.

د وزیرانو شورا په ننۍ غونډه کي د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت د خپلو یو کلنو کړنو راپور وړاندي کړی. په دې راپور کي ویل سوي وه، چي د مځکني ټرانسپورټ وده او پرمختګ، د فني او مسلکي کدرونو زدکړه او تربیه، د بازار د اقتصاد په نظر کي نیولو سره د طرحو او قوانیونو اصلاح او د عامه ټرانسپورټ تقویه او د نوو ټرانسپورټي شبکو ایجاد د یاد وزارت له عمده موخو څخه ول.

د یاد وزارت مسؤلینو وویل، چي تیر کال یې د یادو موخو د لاسته راوړني لپاره د هڅو په نتیجه کي له دغه ډلي ډېری اهداف تر لاسه کړي او لا هم کار کوي، چي په نورو برخو کي هم لازم پرمختګونه وکړي.

هغوی زیاته کړه، چي په وزارت کي اساسي ساختاري او اداري اصلاحات راغلي او یو لوی تعداد مامورین د لوړو تحصیلاتو او لنډ مهالو زدکړییزو کورسونو لپاره له هیواده بهر لېږلي دي.

د یادو مسؤلینو په خبره، چي د عوایدو د شفافیت طرحه او د وزارت پنځه کلنه ستراتيژي نهايي سوي او د هیواد په کچه د موټرونو د اوسنیو هډو پر ځای د ۱۳۱ ټرانسپورټي ترمینلو د جوړېدو لپاره ساحې په نښه سوي دي.

د ټرانسپورټ وزارت په راپور کي همداراز ویل سوي وه، چي په ښاري ملي بسونو کي د GPS د نصب ترڅنګ پلان دی، چي تر راتلونکي حمل میاشتي پوري ۲۰۰ نور ملي بسونه د کابل ښار ترافیک ته اضافه سي.

اجرائیه رئیس د راپور تر اورېدلو وروسته د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکي ادارې ته سپارښتنه وکړه، چي د ولایتونو په کچه د لویو لارو د امن ساتني ترڅنګ د ترافیکي ګزمو او د اړتیا پرمهال د لازمو اسانتیاوو، په خاصه توګه د امبولانسونو د شتون په اړه ولایتي مسؤلینو ته لارښووني وکړي، څو د لویو لارو د مسافرو ستونزي حل سي.

نوموړي همداراز لارښوونه وکړه، چي د ټرانسپور وزارت دي له اړوندو ادارو سره په ګډه پر یوه طرحه باندي کار وکړي، څو پکښي د ټرانسپورټ د وزارت او د ښاروالیو د ریاستونو وظایف وضاحت پیدا کړي.

د نن ورځي په غونډه کي د ۱۳۹۵ مالي کال په دریمه ربعه کي د هیواد په کچه د ولایتي پرمختیايي کمېټو PDC د غونډو په اړه د اقتصاد وزارت د مسؤلینو لخوا کاري راپور وړاندي سو.

په راپور کي ویل سوي وه، چي په زیاته برخه کي ولایتونو کي د والیانو په مشرۍ او د اقتصاد ریاستونو په سکرتریت د ولایتي پرمختیايی کمېټو غونډي جوړي سوي او د نورو پرمختیايي فعالیتونو ترڅنګ د هند هیواد په مالي مرسته د کوچنیو پرمختیايي پروژو د تطبیق کارونه پکښي تر غور لاندي نیول سوي دي.

په راپور کي زیاته سوې وه، چي د یادو کمېټو په بحثونو کي د ولایتونو درې کلن پرمختیايي پلانونه هم نهايي سوي او همداراز د کوچنیو پرمختیايي پروژو د مصرفي پلان په اړه هم پر یوه ګډ طرز العمل باندي کار سوی دی.

د دغه وزارت مسؤلینو په خپل راپور کي وویل، چي د روان مالي کال په دریمه ربع کي له ټولټال ۵۶۶ کوچنیو پرمختیايی پروژو څخه نظارت سوی او لازمه همږغي ایجاد سوې ده.

هغوی یادونه وکړه، چي په یو تعداد ولایتونو کي دا ډول جلسې یا خو کمي نیول سوي او یا هم هیڅ سوي نه دي، چي دا وضعیت باید تغیر وکړي.

اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په دې اړه د نورو اړوندو ادارو تر توضیحاتو اورېدلو وروسته اقتصاد وزارت ته هدایت وکړی، چي د کوچنیو پرمختیايي پروژو د مصرفي پلان په اړه طرز العمل ژر تر ژره نهايي او د وزیرانو شورا ته د تایید لپاره وړاندي سي.

نوموړي همداراز د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکي ادارې ته لارښوونه وکړه، چي له والي صاحبانو سره دا مسئله شریکه او ځان ډاډه کړي، چي د ولایتي پرمختیايي کمېټې غونډي بلا ناغه په معین وخت کي په میاشتنۍ توګه جوړيږي.

د وزیرانو شورا د ننۍ غونډي وروستۍ موضوع د قومونو، قبایلو او سرحدونو چارو د وزارت لخوا د هیواد د سرحدي او د ډیورنډ پر کرښه د پرتو ولسوالیو د پروفایل جوړولو راپور ته ځانګړې سوې وه.

د یاد وزارت سرپرست غفور لېوال د وزیرانو شورا غونډي ته وویل، چي وزارت یې په لومړي سر کي د ډیورنډ پر کرښه د ۳۰ پرتو ولسوالیو د پروفایل جوړولو لړۍ پیل کړه، چي په دې ترڅ کي یې هلته د سفرونو ترڅنګ د معتبرو تاریخي سندونو، د اړوندو حکومتي ادارو او ځايي قومي مشرانو له معلوماتو ګټه پورته کړې.

نوموړي زیاته کړه، چي دا یو درې کلنه پروژه ده، چي پرمهال به یې د ډیورنډ پر کرښه د ټولو پرتو ولسوالیو ترڅنګ د هیواد د ټولو سرحدي ولسوالیو په اړه هم معلومات راجمع او پروفایلونه یې چمتو سي.

ښاغلي لېوال وویل، چي ددوی د کار په ترڅ کي معلومه سوه، چي د ډیورنډ پر کښه په اکثرو پرتو ولسوالیو کي د افغان دولت خدمات د اړتیا تر کچي کم او په ځینو مواردو کي پر نست حساب دي.

هغه د فعاله دولتي حضور نه شتون، د لومړنیو خدماتو نه چمتووالی او په زیربنايی برخه کي لږ کار د یادو ولسوالیو د اوسېدونکو د اساسي ستونزو په توګه یادي کړې.

د هیواد اجرائیه رئیس د قومونو، قبایلو او سرحدونو چارو وزارت د راپور تر اورېدلو وروسته ټولو سکتوري وزارتونو ته لارښوونه وکړه، چي په یادو ساحو کي خپل فعالیتونه زیات کړي او د خلکو ستونزو ته رسیدګي وکړي.

هغه وزیرانو ته وویل، چي ټول دي په خپله خپله اړونده برخه کي فعالیت وکړي او تلاښ دي وسي، چي د هند هیواد په مالي مرسته تطبیق کېدونکي وړې پرمختیايی پروژې په لیري پرتو ولسوالیو کي تطبیق کړي.

نوموړي یادونه وکړه، چي په اوسني وضعیت کي تغیر یو تر ټولو مهم کار او هدف دی او ټول وزارتونه دي له خپلو ټولو امکاناتو په ګټه اخستني دغو ساحو ته رسیدګي زیاته کړي.