د ټاکنیزو کمېسیونونو د نویو معرفي شویو غړو په اړه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرائيه ریاست اعلامیه

د 2014 کال د ولسمشرۍ له ټاکنو او د سیاسي توافقپاڼې له مخې د ملي یووالي حکومت له رامنځته کېدو وروسته مو د ولسواکۍ، عدالت د تامین، رڼو، سرتاسري، عادلانه، له خیانت او درغلیو څخه د پاکو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره، تل په تعهد او صداقت سره په ټاکنیز نظام کې په پراخو اصلاحاتو ټینګار کړی دی.

د دې بنسټیزې ژمنې د عملي کېدو په لاره کې مو، د وخت تلف کېدو، اختلافاتو او د خنډونو له رامنځته کولو سره سره، د خپلو خلکو، مدني ټولنو او نړیوالې ټولنې په ملاتړ له هېڅ هڅې او هاند نه مخ ونه ګرځاوه.

د ټاکنیزو نظام د اصلاح په لاره کې د ملي یووالي حکومت له لوري د خلکو د کلیدي غوښتنې په توګه په بېلابېلو پړاوونو کې د وخت له ځنډ سره سره، اساسي ګامونه اخیستل شوي دي. د اجرائیه رئيس تر نظر لاندې د ټاکنیزو اصلاحاتو د ځانګړي کمېسیون جوړېدل، د غوراوي کمېټې ایجاد او بالاخره د ټاکنیزو کمېسیونو د رهبرۍ لپاره د نوماند د نوملړ نهايي کېدل، په دې برخه کې اساسي ګامونه و چې اخیستل شوي دي.

اجرائيه ریاست په بې پرې ډول، د نه لاسوهنې او د ټاکنیزو کمېسیونونو خپلواکۍ ته په احترام سره، د سیاسي توافقپاڼې پر ا ساس د ټاکنیزو اصلاحاتو په عملي کېدو او هر څه ژر ترسره کېدو کې خپل رغوونکی رول ترسره کړ.

د ټاکنیزو اصلاحاتو عملي کېدل د ملي یوالي حکومت د سیاسي هوکړه لیک له عمده او اساسي مخکنیو شرطونو څخه دي. د پارلماني، ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو او د اساسي قانون د تعدیل د لویې جرګې جوړېدل د سیاسي هوکړه لیک پر اساس د ملي یووالي حکومت له اساسي ژمنو څخه دي.

اجرائیه ریاست په دې تاریخي او برخلیک ټاکونکي پړاو کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون او د ټاکنیزو شکایاتو د کمېسیون د نویو غړو له معرفي کېدو هرکلی کوي او د کمېسیونونو نوې رهبرۍ ته د اصلاحاتو د پروګرام په جوړلو او عملي کولو، د کمېسیونونو د باور د بېرته اعاده کولو، د رڼو، عادلانه، سرتاسري او له هر ډول درغلیو پاکو ټاکنو د ترسره کېدو په برخه کې د بریالیتوب هیله کوي. افغان ملت تمه لري چې د کمېسیونونو نوې رهبري له تېرو تجربو څخه په ګټنې، د خپلو اسلامي، ملي او تاریخي مسوولیتونو په درک کولو سره، خپلې دندې د ملي ګټو په پام کې نیولو سره په بې پرې، رښتینولۍ او امانت دارۍ له مخې د نافذه قوانینو په رڼاکې ترسره کړي.

خوښ یو چې د خدای ج په مرسته او د افغان ملت په پراخ ملاتړ سره، د سیاسي هوکړه لیک پر اساس د ټاکنیز نظام د اصلاح په برخه کې خپله یوه اساسي او بنسټیزه ژمنه عملي کوو. دا بریا افغان ملت ته د ولسواکۍ د پیاوړتیا او ثبات د ټینګښت لپاره مبارکي وایم.

د رسنیو ریاست

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرائيه ریاست