د وزیرانو شورا نوبتي غونډه د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ جوړه سوه

د وزیرانو شورا نوبتي غونډه د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ او د وزیرانو او مستقلو ادارو د رئیسانو په ګډون نن په سپېدار ماڼۍ کي جوړه سوه.

هغه د غونډي په پیل کي وویل‌چي د وزیرانو شورا ننۍ غونډه کي وویل،‌چي ننۍ غونډه د هیواد د پنځو ولایتونو ستونزو او د هغه ساحو د مسؤلینو وړاندیزونو ته ځانګړې سوې ده.

نوموړي زیاته کړه،‌چي بامیان، بدخشان، غور،‌کنړ او نورستان هغه ولایتونه دي،‌چي ورته ډېره توجه نه ده سوې او اړتیا ده، چي نن یې پر ټولو ستونزو او وړاندیزونو باندي په تفصیل سره خبري وسي او لازمي حل لاري ورته وموندل سي.

هغه یادونه وکړه،‌چي د لارو جوړېدنه او د نښلوونکو سړکونو قیر د هغو ولایتونو د خلکو د اساسي غوښتنو څخه وې او اړتیا ده، چي وزیر صاحبان په یادو برخو کي د خلکو د توقع مطابق عمل وکړي.

اجرائیه رئیس وزیرانو ته وویل، چي د افغانستان خلک د حکومت طرفدار او د خورا لويي حوصلې خاوندان دي، ولي توقع لري چي وزارتونه ورسره کړي ژمني عملي کړي او مشکلاتو ته ئې رسیدګي وکړي، څو د خلکو قناعت حاصل او د فاصلې د ایجاد مخه ونیول سي.

ډاکټر عبدالله زیاته کړه،‌چي تېره اوونۍ د افغانستان لپاره ښه اوونۍ نه وه او د خلکو دښمنانو د سرپل په ولایت کي بې ګناه خلک په شهادت ورسول او همداراز یې د هرات په جوادیه مدرسه کي‌د ترورستي برید په نتیجه کي‌د خپل وحشت ننداره وړاندي کړه.

نوموړي یادونه وکړه،‌چي ترورستان پر مذهبی مراکزو په حملو سره په هیواد کي د مذهبي تاوتریخوالي رامنځ ته کېدو ته لمن وهي، خو په خبره یې،‌چی د هرات خلکو په یووالي سره د ترورستانو ددې شومي موخي پر ضد عمل وکړ او خپل وحدت یې وساتی،‌چي دا عمل یې د ستایني وړ دی.

هغه وویل،‌چي حکومت په تیرو ورځو کي‌نوي سرپرست او نامزد وزیران معرفي کړل او هیله ئې څرګنده کړه،‌چي د ولس استازي به یادو وزیر صاحبانو ته د تائید رايي ورکړي.

اجرائیه رئیس د وزیرانو شورا د ننۍ غونډي په پرانستونکو خبرو کي د امریکا د مرکزي استخباراتو له مشر سره په کابل کي د خپلي لیدني په اړه یادونه وکړه او زیاته یې کړه، چي په دغه لیدنه کي‌د دواړو هیوادونو ترمنځ د امنیتي همکاریو پر زیاتوالي او له ګډو خطرونو سره پر مبارزې بحث وسو.

نوموړي همداراز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پلاوي سفر ته هم اشاره وکړه او وویل،‌چي دغه سفر د دوه اړخیزو تړونونو د تطبیق او همکاریو د زیاتوالي برخو ته متمرکز و.

د وزیرانو شورا ننۍ غونډي ته وروسته د امنیتي وزارتونو معینانو د هیواد د امنیتي وضعیت په اړه معلومات وړاندي کړل او وویل، چي د هیواد په ګوټ ګوټ‌کي د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو محاربوي او چاڼیز عملیات دوام لري او په جنوب او شمال کي لوی تعداد ساحې د مخالفینو له حضور څخه پاکي سوي دي.

هغوی وویل‌، چي ترورستان د هیواد د اوبو او بندونو په شاوخوا کي د فعالیتونو پلان لري، ولي امنیتي‌او کشفي ادارو ئې مخکي له مخکي د فعالیتونو مخه نیولې او لازم اقدامات ئې کړي دي.‌

امنیتي مسؤلینو همداراز د ولسي خوځښتونو د ملاتړ او تقویې په اړه بحث وکړی او د هیواد په شمالي ولایتونو کي ئې د یادو خوځښتونو د مؤثریت په اړه معلومات وړاندي کړل.

په وزیرانو شورا کي همداراز د بادغیس ولایت د مرکزي روغتون په اړه بحث وسو او د عامي روغتیا وزیر وویل،‌چي د هغې شفاخانې د اعمار کار پای ته رسېدلی او اړوند مراحل یې د تدارکاتو ملي‌کمېسون ته رسیدلي دي.

په یاده موضوع کي‌تر بحث وروسته پرېکړه وسوه، چي د عامي روغتیا وزارت دي په دې اړه د وزیرانو شورا تر راتلونکي جلسې پوري خپل فعالیتونه نهايي کړي‌او کاري راپور دي راتلونکي جلسې ته وړاندي‌کړي.

په غونډه کي همداراز د یاد ولایت د تعلیمي ستونزو په اړه هم بحث وسو او د پوهنی وزیر په دغو ولایتونو کي د خپلو فعالیتونو راپور وړاندي کړی.

نوموړي زیاته کړه،‌چی په دغو ولایتونو کي او په خاصه توګه په بادغیس ولایت کي اساسي ستونزه د مکاتبو د تعمیرونو نشتون ده،‌چي باید ورته په اوږدمهال کي توجه وسي.

هغه یادونه وکړه،‌چي سمدستي یې د بادغیس ولایت ته د اداري فعالیتونو د ښه کېدا په موخه کمپیوټرونه او د ترمیم لپاره یې لازمه بودجه او د اړتیا وړ کتابونه او تدریسي مواد لېږلي دي.

د پوهني وزیر همداراز وویل،‌چي‌د معلمینو د کمښت په برخه کي یې هم نوي اقدامات کړي‌او دفعتا ئې ستونزي حل سوي دي.

په وزیرانو شورا کي همداراز د بامیان ولایت د پوهنتون پر ستونزو او په خاصه توګه د مځکي د ملکیت په اړه بحث وسو او اړوندو اداراتو ته وظیفه وسپارل سوه،‌چي په یاده برخه کي عاجل اقدامات وکړي.

د بامیانو ولایت د پوهنتون د استادانو د کمبود او د هغوی لپاره د سرپناه نه شتون د هغه ولایت د نورو ستونزو په توګه مطرح سوې او د مالیې وزارت ته سپارښتنه وسوه، چي بودجې ته په کتلو سره عملي اقدامات وکړي.

د ښار او کور جوړوني وزارت مرستیال وویل،‌چی د بامیان د مرکز ماسټر پلان نهايي سوی دی او دوی د راتلونکي کال لپاره لږ تر لږه ۲۵ پروژې لري،‌چی عملي به سي.

د بامیان په اړه د اړوندو موضوعاتو تر اورېدلو وروسته د لوړو زدکړو وزارت ته لارښوونه وکړه،‌چی د بامیان د ښځینه لیلیې او طعام خانې د رغوني کار ډېر ژر نهايي کړي.

په غونډه کي همداراز وړاندیز وسو چی د بامیانو مرکزي روغتون په حوزوي روغتون باندي بدل سي،‌ځکه چي د نورو مرکزي ولایتونو ناروغان هم له اوسنۍ شفاخانې څخه ګټه اخلي.

د نن په غونډه کي همداراز د غور ولایت د امنیت او برېښنا د ستونزو په اړه بحث وسو او د محلي حکومتدارۍ د تقویې لپاره د اړوندو مسؤلینو پر وړاندیزونو غور وسو.

همداراز د هغه ولایت د تیورې ولسوالۍ د امنیت د سمون او د محلي پولیسو د تقویې په برخه کي د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو مسؤلینو ته وظیفه وسپارل سوه،‌چي ډېر ژر هغې ساحې ته کاري ټیمونه ولېږې او د امنیت ستونزي حل کړي.

د غور ولایت په اړه بله ستونزه یې د مخابراتي شبکو د کمزوري فعالیت وه،‌چي پرې خبري وسوې او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ته دنده ورکول سوه، چي په عاجله توګه دا ستونزه حل کړي.

د هغه ولایت د تدریسي پوهنتون او همداراز د مرکزي روغتون د چارو د سمون په موخه د نسايي ولادي برخي د متخصصینو د ستونزو د حل په اړه بحث وسو او د روغتیا او لوړو زدکړو وزیرانو ته وظیفې ورکول سوې،‌چي عاجل اقدامات وکړي‌او راپور یې د وزیرانو شورا ته وړاندي کړي.

د ټولګټووزیر د نن غونډي ته وویل، چي د غور ولایت د سړکونو ستونزه یې په لومړیتوب کي نیولې او د غور او هرات ترمنځ د سړک موضوع یې له بهرنیو تمویل کوونکو سره مطح کړې ده.

هغه زیاته کړه،‌چي د غور له مرکزه د هرات تر چشت شریف ولسوالۍ پوري د سړک پروژې د پیلیزو کارونو د شروع یادونه وکړه او زیاته یې کړه،‌چي دا پروژه د راتلونکي کال په بودجه کي نوره هم پسې غني کوي.

تر غور وروسته د کنړ ولایت د امنیتي،‌حکومتدارۍ او خدماتي ستونزو په اړه هم بحث وسو.‌د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ته لارښوونه وسوه،‌چي د محلي امنیتي او ملکي مقاماتو سره په ګډه د ځواکونو د تجهیز،‌اضافه کېدني او نوو تاسیساتو په ارتباط عملي ګامونه واخلي.

همداراز د هغه ولایت د مرکزي روغتون په اړه هم بحث وسو او د روغتیا وزیر وویل، چي د اوس لپاره یوه لویه شفاخانه شتون لري، چي د اکمالاتو ستونزه یې حل ده، خو یادونه یې وکړه،‌چي اړتیا ده څو هغه روغتون د خپلي اصلي ودانۍ خاوند سي او دا چاره باید د راتلونکي کال په پرمختیايي بودجه کي ځای سي.

د کنړ ولایت د نورو ستونزو ترڅنګ د چپي درې د سړک جوړولو پر موضوع هم بحث وسو او د ټولګټو وزارت ته وظیفه وسپارل سوه،‌چی له ټولو امکاناتو په استفاده دغه وړاندیز عملي کړي.

په غونډه کی همداراز د نورستان ولایت د امنیت، صحت،‌تعلیم و تربیې، لوړو زدکړو او سړکونو د ستونزو په اړه بحث وسو.‌

د نورستان په مرکز پارون کي‌د دوو پوهنځیو د ایجاد ولسي وړاندیز د لوړو زدکړو وزارت ته ورکول سو،‌چي عملي لاري چاري یې وسنجوي او د اقداماتو راپور یې وړاندي کړي.

همداراز د پوهنی وزارت ته وظیفه وسپارل سوه،‌چی د نورستان ولایت د ښوونکو د ظرفیت لوړوني په برخه کي اضافه ګامونه پورته کړي او نور معلمین وروزي.

د نورستان په مرکز کي د سړکونو او همداراز د ولسوالیو سره د نښلوونکو سړکونو په اړه هم د محلي ادارې او خلکو پر وړاندیزونو غور وسو او د فواید عامې وزیر د سړکونو د رغوني په برخه کي د خپلو فعالتیونو راپور وړاندي کړی.

په غونډه کي د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکي ادارې ته وظیفه وسپارل سوه، چي د اداري تاسیساتو د رغوني په برخه کي خپل فعالیتونه چټک کړي،‌ځکه چي پارون کي له دې ناحیې ستونزي زیاتي دی.

د غونډي په پای کي د ټولو ولایتونو پر امنیتي ستونزو یو ځل بیا ټنګار وسو او د امنیتي ادارو مسؤلینو ته وویل سول،‌چی ژر تر ژره د یادي برخي ستونزو ته رسیدګي‌وکړی.

همداراز د تقاعد په برخه کی د اړوندو ستونزو د حل لپاره بحث وسو او اړوندو مسؤلینو ته یې وظیفه وسپارل سوه، چي باید د مخکنۍ فیصلې سره سم عمل وکړي او د متقاعدینو ستونزي حل کړي.