د قزاقستان د اېکسپو نړیوال نندارتون کې د افغانستان د خپلواکۍ کلیزه ونمانځل شوه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس او ورسره پلاوي نن په رسمي ډول د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د اېکسپو ۲۰۱۷ جهاني نندارتون په نړیوال دریځ د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو ۹۸یمه کلیزه ونمانځل شوه. په دې مراسمو کې چې د هېواد اجرائیه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله، د قزاقستان د پوهنې، سوداګرۍ او کرنې وزیرانو او مرستیالانو یې، د افغانستان د بهرنیو چارو، سوداګرۍ او صنایعو، عدلیې او کرنې وزیرانو، یوشمېر مرستیال وزیرانو، افغان او بهرنیو سوداګرو او د اېکسپو نړیوال نندارتون لسګونه غړو برخه اخیستې، وه رسماً د افغانستان ملي سرود وغږول شو او د ملي بیرغ پورته شو.

د دې ترڅنګ اجرائيه رئیس د اېکسپو نړیوال نندارتون کې د افغانستان د غرفې ترڅنګ د یوشمېر نورو هېوادونو له غرفو هم لیدنه وکړه او هم د ایکسپور ۲۰۱۷ (د انرژۍ راتلونکي) په اړه پروګرامونه او پلانونه له نېږدې ولیدل.

د اېکسپو نړیوال نندارتون د قزاقستان له لوري دوه میاشتې وړاندې د دریو میاشتو لپاره په استانه کې د نړۍ د ۱۰۵ هېوادونو په ګډون پرانستل شو. له دې نندارتونه څخه د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د ورځې په سلګونه کسان لیدنه کوي.

د دې ترڅنګ په یاد نړیوال نندارتون کې د هېوادونو د خپلواکۍ ورځې هم نمانځل کېږي، چې په دې لړ کې د افغانستانن د خپلواکۍ بېرته ترلاسه کولو ورځ هم ونمانځل شوه. په دې مراسمو کې د ځینو افغان او قزاق چارواکیو د ویناوو ترڅنګ د افغان هنرمندانو له لوري د موسیقۍ ښکلې پارچې هم نندارې ته وړاندې شوې او هم د ایکسپو د تشریفاتو ډلې د افغانستان بیرغ په ټول نندارتون وګرځاوه.