اجرائیه رئیس د قزاقستان د سوداګرۍ خوني له مسؤلینو او تجاروسره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د قزاقستان په پلازمېنه استانه کي ددغه هیواد د سوداګرۍ خوني له مسؤلینو، سوداګرو او پانګه والو سره وکتل.

په دغه کتنه کي د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګریزو، ټرانزیټي، کرهڼیزو او د صادراتو او وارداتو په برخه کي د اړیکو پر ایجاد او تقویت بحث وسو.

په دغه ناسته کي د افغانستان د کابینې د وزیرانو ترڅنګ د هیواد د سوداګرۍ خوني مسؤلینو او په قزاقستان کي میشتو افغان سوداګرو هم برخه درلوده.

د قزاقستان د نړیوالي سوداګرۍ خوني مشر ایان ایرینوف د افغانستان پلاوي ته وویل، چي د دواړو هیوادونو ترمنځ د ۵۰ میلیونه ډالرو په اندازه سوداګریزي اړیکي وجود لري، خو په خبره ئې چي دا اندازه کافي نه ده او باید نوري هڅي وسي.

نوموړي زیاته کړه، چي د ټرانزیټ، مایع ګاز، کانونو، صنایعو او لوژستیک په برخو کي قزاقستاني سوداګر او پانګه وال ګډو همکاریو ته ژمن دي او په دې باور دي، چي باید صادرات او واردات زیات سي.

د افغانستان د سوداګرۍ خوني د عامل پلاوي رئیس عتیق الله نصرت په دې لیدنه کي وویل، چي قزاقستان د افغانستان د تولیداتي بازار یو قوي مارکیټ‌دي، خو په خبره ئې چي دغه هیواد ته د افغان صاداراتو کچه ۵۰ فیصده کښته سوې ده.

نوموړي زیاته کړه، چي د ۲۰۱۶ میلادي کال په لومړیو کي په کابل کي د قزاقستان د سوداګرۍ خونه جوړه سوه، چي د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو لپاره مهم ګام و،‌خو په خبره ئې چي لا هم ګڼي ستونزي پرتې دي او حکومتونه ئې په ګډه سره حل کړي.

هغه یادونه وکړه، چي د دوو هیوادونو حکومتونه دي سوداګرو ته د اوږدمهالو وېزو د ورکړي، د ګمرکي تعرفې د کمښت او همداراز په دواړو هیوادونو کي د اړوندو تجارو لپاره د هماغه هیواد د بانکي څانګو په پرانستلو کي ګامونه پورته کړي، څو د پیسو لېږد چټک سي او سوداګري وده وکړي.

د هیواد د سوداګرۍ وزیر همایون رسا وویل، چي دوی به ډېر ژر په استانه کي د افغان سفارت چوکاټ ته تجارتي اتشه معرفي کړي او هیله لري، چي دا چاره به د عمومي تجارت د ودي ترڅنګ په قزاقستان کي د افغان صادراتو له فروش سره مرسته وکړي.

د هیواد اجرائیه رئیس د قزاقستان د سوداګرۍ خوني له مسؤلینو سره په لیدنه کي وویل،‌چي افغان پلاوی په ایکسپو نندارتون کي د ګډون لپاره دلته راغلی، ولي د قزاقستان له لومړي وزیر سره به هم لیدنه ولري او د دوه اړخیزو سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا به عملي او مفصل بحثونه ولري.

نوموړي زیاته کړه، چي نن په استانه کي د افغانستان او قزاقستان د بین الحکومتي اقتصادي کمېسون ناسته هم جوړيږي، چي د تجارو لپاره د اوږدمهالي وېزې پر ورکړه، ګمرکي تعرفې، د صادراتو پر کچې او د سوداګرۍ پر پراختیا خبري کوي.

هغه یادونه وکړه،‌چي افغان حکومت په افغانستان کي د قزاقستان د پانګه والو او پانګوني امنیت تامینوي او چمتووالی لري، چي د اسانتیاوو په بهبود او حتی خاص امتیازونه ورکړي، څو هلته پانګونه وکړي.

اجرائیه رئیس وویل، چي د ازبیکستان سره د ټرانزیټي تړون نه شتون د افغانستان او قزاقستان پر سوداګریزو اړیکو هم سیوری اچولی خو په وینا ئې هیلي سته، چي ازبیکستان به ده ولسمشر محمد اشرف غني په راتلونکي سفر کي ټرانزیتي تړون لاسلیک سي.

نوموړي زیاته کړه،‌چي د بانکي څانګو په ایجاد کي باید کارونه وسي او همداراز د دواړو هیوادونو سفارتونه نور هم فعال سي، څو سوداګریزي اړیکی یوه بل پړاو ته داخلي سي.