افغانستان او بیلاروس د دوه اړخیزو اړیکو یو هوکړه لیک او دوه تفاهم لیکونه لاسلیک کړل

بیلاروس جمهوریت ته د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرائیه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د رسمي سفر په ترڅ کي نن د دواړو هیوادونو ترمنځ یو هوکړه لیک او دوه تفاهم لیکونه لاسلیک سول.

هوکړه لیک د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي-تجارتي کمېسون په اړه و، چي د افغانستان د اجرائیه رئیس او د بیلاروس د لومړي وزیر ترمنځ لاسلیک سو.

ددې هوکړه لیک پر اساس به یاد دوه اړخیزه کمېسون منظمي ناستي کوي او د اقتصادي – تجارتي اړیکو پر زیاتوالي د بحث ترڅنګ به، د ګډو فرصتونو د کتني، ایجاد او تقویت په اړه هم کار کوي.

په تفاهم لیکونو کي اول ئې د قانون ګذارۍ په برخه کي د افغانستان او بیلاروس د عدلیې د وزیرانو ترمنځ‌لاسلیک سو، چي پر اساس به ئې د دوو هیوادونو د عدلیې وزارتونو ترمنځ قانوني او عدلي همکارۍ پیل سي.

دوهم تفاهم لیک د سوداګریزو او صنعتي اړیکو د ایجاد په هدف د افغانستان او بیلاروس د سوداګریزو خونو د مسؤلینو ترمنځ لاس لیک سو.

دا تفاهم لیک به بیلاروسي سوداګرو ته په افغانستان کي د پانګوني او تجارت زمینه مساعده کړي او همداراز به افغان تجارو ته فرصت ورکړي، چي له بیلاروس سره خپلي سوداګریزي اړیکي غښتلي کړی.

د افغانستان او بیلاروس ترمنځ په دې سطحه او برخو کي د اړیکو د ایجاد او تقویت په موخه د نوي تړونونو لاسلیک د دواړو هیوادونو د اړیکو په تاریخ کي خورا مهم او اساسي ګام دی،‌چي نن واخستل سو او لوی اقتصادي فرصتونه ئې ایجاد کړل.