د افغانستان اجرائيه رئيس د هالیفاکس په غونډه کې د وینا او ګډون لپاره کاناډا ته لاړ

د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د هالیفاکس په نړیواله امنیتي مجموعه کې د ګډون لپاره کاناډا ته ولاړ.

د هېواد اجرائيه رئيس به په دې غونډه کې له ترهګرۍ سره په مبارزې او په سیمه کې د ترهګرو د امن پټنځایونو، د تجهیز او روزنې مرکزونو ته د نړیوالو د پام را اړولو په اړه وینا وکړي.

له دې وړاندې اجرائيه رئيس واشنګټن ته د خپل سفر په لړ کې د امریکا له مرستیال ولسمشر، دفاع وزیر، د ملي امنیت سلاکار، د کانګرس له غړو او د سوېلي اسیا او اوقیانوسیه په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره لیدلي وو.

د امریکا متحدو ایالاتو ته د اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله سفر د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا، له ترهګرۍ سره په مبارزې او د افغانستان له رغونې او انکشاف سره د واشنګټن د مرستو د دوام په برخه کې اغېزمن بلل شوی دی.

اجرائيه رئيس به له کاناډا وروسته نیویارک ته ځي او د افغانستان د وضعیت د قطعنامې په اړه به  ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وینا وکړي.