اجرائيه رئيس: ټولې ادارې د فقر د له منځه وړلو لپاره هڅې ګړندۍ کړي

د خوړو د امنیت او تغذیې ملي اجنډا کمېټې خپله ناسته د هېواد د اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ نن په سپېدا ماڼۍ کې وکړه.

په دې ناسته کې کې د وزیرانو شورا د درالانشاء عمومي رئیس او په افغانستان کې د خوړو د امنیت او تغذیې د ملي اجنډا همغږي کوونکي نصر الله ارسلايي په تېر یوه کال کې د یادې کمېټې د فعالیتونو او هڅو رپوټ وړاندې کړ او ویې ویل، چې دمګړۍ د خوړو د امنیت او تغذیې د ستراتېژيک پلان چارې بشپړې شوي او د بیا کتنې لپاره له اړونده ادارو سره شریک شوی دی. هغه وویل، چې یادې کمېټې په پنځو برخو کې فعالیتونه کړي او غوښتنه یې وکړه، چې د حکومت رهبري دې په سیمه ییزه کچه هم د دې چارو د فعالیتونو لپاره دزمینې برابرولو کې اقدام وکړي.

ارسلايي زیاته کړه، چې دا مهال په اتو ولایاتو کې د یادې کمېټې چارې د ولایتي مسوولانو په ګډون پیل شوی او په نورو ولایاتو کې یې هم چارې پیلېدونکې دي.

د دې ترڅنګ د اجنډا له مخې وروسته د غونډې ګډونوالو د افغانستان د خوړو د امنیت د تامین او تغذیې په ملي ستراتېژیک پلان خبرې وکړې او دغه پلان یې په پرنسیپ کې تایید کړ. د غونډې ګډوالو ته دوه اونۍ مهلت ورکړل شو، چې خپل نظرونه د کمېټې له سکرتریت سره شریک کړي او له نهايي کېدو وروسته د کابینې ناستې ته وړاندې شي.

د اجنډا بله برخه د خوړو د ملي ادارې د رامنځته کېدو په اړه وه. د یادې کمېټې سکریت د دې خپلواکې ادارې د جوړېدو د اړتیا په اړه وویل، چې د خوړو اړوند د مقرراتو او قوانینو چمتول کول، د خوړو د کنټرول مدیریت، لابراتواري خدماتو او له خوړو څارنه، اطلاعاتو او کار موندنې او د څارنې د خدماتو ترسره کول، د دې ادارې د جوړېدو اساسي لامل دي څو په ټولنه کې دا خلا ډکه شي.

د غونډې ګډونوالو د یادې کمېټې د تېر یوه کال چارې وستایلې او ویې ویل، چې موخو ته د رسېدو لپاره لا ډېرکار ته اړتیا ده.

د هېواد اجرائيه رئيس ډ‌اکټر عبدالله عبدالله په کابل کې د نننۍ پېښې شهیدانو ته جنت فردوس او ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا دعا وکړه او د هغوی له کورنیو سره یې د خپلې خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل. هغه دغه راز د خوړو د امنیت او تغذیې د ملي اجنډا کمېټې له غړو مننه وکړه، چې افغانستان یې په دې برخه کې یوه سم مسیر ته سوق کړی او اوس اړتیاده چې نهايي موخو ته د رسېدو لپاره جدي کار وشي.

اجرائيه رئيس وویل، چې د فقر له منځه وړل او د هېوادوالو د خوړو د امنیت تامین د دوی نهايي موخې دي او ټولې اړونده ادارې باید په خپله بودیجه کې دې مسالې ته پام وکړي، څو افغانستان خپلو موخو ته ورسېږي.

د غونډې ګډونوالو د خوړو د امنیت او تغذیې د ملي اجنډا کمېټې څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او په دې برخه کې یې هر اړ خیزی همکارو ډاډ ورکړ .

اجرائيه رئيس هدایت ورکړ، چې ټولې ادارې دې خپلو فعالیتونو ته دوام او اړمنو خلکو ته په ټاکلي وخت د خپلو امکاناتو په ړڼا کې مرستي ورسوي.

په دې ناسته کې اجرائيه رئيس له هغو ادارو هم ستاینه وکړه چې په دې برخه کې یې هلې ځلې کړي دي.