د هېواد د مخکښ دیني عالم او د کابل د علماوو د شورا مشر په شهادت د اجرائيه ریاست د خواخوږۍ پيغام

په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د هېواد نومیالی عالم او د کابل د علماوو د شورا مشر مولوي عبدالبصیر حقاني د ناپېژاندو کسانو له لوري په کابل ښار کې په شهادت ورسېد.

انا الله وانا الیه راجعون

ارواښاد مولوي عبدالبصیر حقاني د هېواد یو رښتینی بچی، جید عالم، په خاورې او هېواد مین شخصیت او د حق د لارې د تبلیغ مخکښ و. له شک پرته چې مړینه یې ضایعه ده.

ارواښاد مولوي عبدالبصیر حقاني د حق د لارې هغه سپېڅلی او صادق مبلغ و، چې په خپلو عالمانه څرګندونو سره یې د روانې ناحقه او تحمیلي جګړې مشروعیت ننګولی و او تل یې د حق غږ اوچت ساتلی و.

د افغانستان د دښمنانو دغه ډول جنایتونه به د افغان علماوو او د حق د لارې د مبلغینو مورال کمزوری نه کړي؛ بلکې لا به یې د حق تبیلغ ته وهڅوي. امنیتي ادارو ته د یادې قضیې په اړه د څېړنو امر شوی دی. د افغانستان دښمنان باید وپوهېږي چې د دې ډول جنایتونو درنه بیه به پرېکړي.

زه د ارواښاد حقاني په مړینې خواشینی یم، ارواښاد ته د جنت فردوس دعا کوم. د هغه کورنۍ، دوستانو او د هېواد د عالمانو شورا ته تسلیت وایم او له پاک رب نه ورته د صبر غوښتنه کوم.

 

ډاکټر عبدالله عبدالله

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس