د هېواد اجراییه رئيس د فرانسې له خبري اژانس AFP لیدنه وکړه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئیس ‌‌‌‌‌‌ډاکټر عبدالله عبدالله فرانسې ته د خپل سفر په لړ کې د فرانسې خبري اژانس مرکزي دفتر نه لیدنه وکړه.

د فرانسې خبري اژانس مشر ښاغلي فبرس فرایز او د دې ادارې غړو له اجرائيه رئيس هرکلی وکړ. د هېواد اجرائيه رئيس د دې اژانس د عمومي مشر دفتر ته ورغی او له ښاغلي فرایز سره یې په مختفلو مسایلو او د دې نهاد په فعالیتونو خبرې اترې وکړې.

وروسته د هېواد اجرائيه رئيس د یاد اژانس په مقر کې په یوې تلویزوني _رادیویي مرکه کې برخه واخیسته او په بېلابېلو سیاسي، امنیتي، ټاکنیزو مسایلو، د سولې په پروسې، سیمه ییزو او نړیوالو اړیکو او پاریس ته د خپل سفر د موخو په اړه تفصیلي خبرې وکړې.

له مرکې وروسته د فرانسې خبري اژانس د مسوولانو په غوښتنه د یاد اژانس د عکاسۍ سټېډيو ته ورغی او ښاغلي جویل سګیت له اجراییه رئيس څخه عکسونه واخیستل.

د یادولو وړ ده چې د نړۍ ‌‌‌‌‌‌ډېر شخصیتونه لکه ولسمشران، د ملکرو ملتونو سرمنشي او هنرمندان دې سټېډيو ته دعوت شوي او ښاغلي سګیت ترې عکسونه اخیستي.