د اقتصادي همکاریو او پراختیا سازمان مشر د هیواد اجرائیه رئیس سره په لیدنه کې : د اقتصادي همکاریو او پراختیا سازمان له افغانستان سره هر اړخېزو همکاریو ته دوام ورکوي

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس جلالتمآب ډاکټر عبدالله عبدالله نن سهار ( چهارشنبه ۳۰ عقرب ۱۳۹۷ ) د اروپايي همکاریو او پراختیا سازمان مشر ښاغلي انجیل ګوریا سره په پاریس کې د دې سازمان په مرکزي دفتر کې ولیدل.

ښاغلی ګوریا د اجرائیه رئیس هرکلی وکړ او د اقتصادي همکاریو او پراختیایې سازمان د اروپایي-آسیا په اونۍ کې یې د افغانستان له لوړې کچې ګډون څخه ستاینه وکړه.

ښاغلی ګوریا د پرونۍ ترورستي پېښې په تړاو د افغانستان خلکو ته د خواخوږۍ څرګندونه وکړه، او له افغانستان سره یې د خپلو دوامداره همکاریو ډاډ ورکړ.

ښاغلی ګوریا د سوداګرۍ، له فساد سره په مبارزه او د کسب و کار په برخه کې د نړیوال بانک د راپور له مخې د افغانستان د پرمختګ مبارکي وویله.

ښاغلی ګوریا وویل، افغانستان کولای شي د اقتصادي همکاریو او پراختیا سازمان په ډېرو غونډو کې برخه واخلي او خپل راپور د جنیوا ناستې ته وړاندې کړي.

ښاغلي ګوریا په افغانستان کې د نړیوالو مرستو په لګولو کې د روڼتیا او له فساد سره په مبارزه کې د قوانینو تصویبول هیله بښوونکي وبلل او د افغانستان او یاد سازمان ترمنځ یې د همکاریو د دوام غوښتنه وکړه.

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس د یاد سازمان له بلنې او مېلمه پالنې څخه مننه وکړه او هم یې د افغانستان د اقتصادي او سوداګریز وضعیت د بهبود لپاره د مرستو، شویو څېړنو او توصیو له امله د اقتصادي همکاریو او پراختیا له سازمان څخه قدرداني وکړه.

اجرائیه رئیس د افغانستان او یاد سازمان ترمنځ، د همکاریو د هدفمند او غوره سازماندهۍ کولو لپاره د یوې موافقې لاسلیک کولو غوښتنه وکړه، چې د یاد سازمان د مشر له لوري ومنل شوه.

په یاده غونډه کې اجرائیه رئیس په افغانستان کې د اقتصادي-امنیتي وضعیت، شته فرصتونو او ننګونو روښانه انځور وړاندې کړ او له فساد سره د مبارزې، روڼتیا، د خصوصي سکتور، د منځنۍ او کوچنۍ کچې سوداګرۍ څخه د ملاتړ لپاره یې د حکومت له پياوړې ارادې خبر ورکړ.

اجرائیه رئیس د سترو سیمه ییزو طرحو لکه د انرژۍ د لېږد او سیمه ییزو همکاریو د عملي کېدو په برخه کې د پرمختګونو یادونه وکړه، چې سیمه ییز اتصال رامنځته کوي.

اجراییه در بخش دیگر از صحبت‌های خود گفت که افغانستان در عرصه تقنین در بخش تجارت و اقتصاد و رسیدگی به اولویت‌های بخش خصوصی گام‌های برداشته و این حرکت همچنان به اساس نیازهای بخش خصوصی و تجارت ادامه دارد.

اجرائیه رئیس وویل، چې افغانستان د تقنین له اړخه د سوداګرۍ او اقتصاد او د خصوصي سکتور لومړیتوبونو ته د رسیدګۍ په برخه کې ګامونه اخیستي او دا لړۍ د خصوصي سکتور او سوداګرۍ د اړتیاوو پر ا ساس مخ ته ځي.