پولنډ د افغان حکومت کارمندانو لپاره ظرفیت جوړونې او روزنې پروګرامونه پیلوي

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس جلالتمآب ډاکټر عبدالله عبدالله نن سهار (چهارشنبه ۳۰ د عقرب ۱۳۹۷) د پولنډ هېواد د بهرنیو چاروو وزارت مرستیال ښاغلی مچی لنګ سره د اروپايی-آسیایی د اقتصادی همکاریو په هکله د پاریس په ښار کې ولېدل .

په دې کتنه کې دواړو لوریو په افغانستان کې د وروستیو سیاسي او امنیتي تحولاتو په اړه خبرې وکړې. ښاغلی لنګ له افغانستان سره د د پولنډ هېواد په دوامدارو مرستو ټینګار وکړ او ویې ویل چې هیواد یې په افغانستان کې د وروستي کلونو لاسته راوړنو ساتلو لپاره، له نړیوالې ټولنې سره یو ځای خپل شتون ته ادامه ورکوي .

ښاغلي لنګ په افغانستان کې د پارلماني ټاکنو د ترسره کولو لپاره اجرائیه رئیس ته مبارکي وویله او زیاته يې کړه، ټاکنو وښوده، چې افغانان دیموکراسۍ ته ژمن دي. ښاغلي لنګ وویل، چې هیواد به یې د افغان حکومت کارمندانو لپاره د ظرفیت لوړولو او روزنې هغه پروګرام بیا پیل کړي، د هندوستان له لوري تمویلېږي.

اجرائیه رئیس د پولنډ هېواد له دوامداره همکاریو څخه مننه وکړه او د افغان حکومت کارمندانو لپاره يې د ظرفیت لوړونې د پروګرام هرکلی وکړ. هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو د پراختیا غوښتنه وکړه.