د هېواد د وتلي حافظ او مدرس قاري ګل علي په مړینې د اجرییه ریاست د خواخوږۍ پيغام

په ‌‌‌‌‌‌ډېرې خواشینۍ سره چې د هېواد وتلي مدرس او د قرانکریم حافظ ګل علي له دې نړۍ نه د تل لپاره سترګې پټې کړې دي.

انا لله وانا الیه راجعون

قاري ګل علي د هېواد مخکښ حافظ او مدرس و چې تر اوسه یې د زرګونه حافظانو د روزلو او ورته د تدریس کولو ویاړ درلود.

زه د هغه مړینه د هېواد د حافظانو د روزنې لپاره ضایعه بولم او د خپلې خواخوږئ مراتب د هغه کورنۍ، دوستانو، شاګردانو، د ننګرهار ولسونو، ټولو دیني عالمانو او حافظانو ته وړاندې کوم.

اروښاد قاري ګل علي ته له پاک رب نه جنت فروس، کورنۍ، خواخوږو او شاګګردانو ته یې د جمیل صبر غوښتنه کوم.

 

ډاکټر عبدالله عبدالله

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجراییه رييس