د افغانستان د تلپاتې پراختیا موخو اجرایوي کمېټې ناسته وکړه

د افغانستان د تلپاتې پراختیا موخو اجرایوي کمېټې نن خپله ناسته په سپېدار ماڼۍ کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرائيه رئيس په مشرۍ وکړه.

په دې ناسته کې لومړی د بهرنیو چارو وزارت چارواکیو په جینوا کنفرانس کې د افغانستان د تلپاتې پراختیا موخو د شوې ناستې په اړه رپوټ وړاندې کړ او دغه ناسته یې بریالۍ وبلله. هغوی وویل، چې نړیوالې ټولنې د افغان حکومت اقدامات او اصلاحات وستایل او له افغانستان سره یې د خپلو همکاریو تعهد تازه کړ. د دې ترڅنګ بهرنیو چارو وزارت مسوولانو وویل، چې له افغان سولې د نړیوالې ټولنې ملاتړ هم لاسته راوړنه وه، چې په وینا یې د جینوا کنفرانس ټولو ګډونوالو په یوه خوله له افغان سولې ملاتړ وکړ.

همدارنګه د اقتصاد وزارت له لوري په جینوا کنفرانس کې ـ د افغانستان د تلپاتې پراختیا موخې ـ فرصتونه او ننګونې ـ تر عنوان لاندې د شوې ناستې په اړه رپوټ وړاندې کړ او ویې ویل، چې دغه ناسته هم د افغانستان له تمې سره سمه پر مخ یوړل شوه.

په دې ناسته کې دغه راز د افغانستان د جمعیتي تحولاتو، فرصتونو او د جینوا کنفرانس کې د شویو ژمنو په تعقیب هم خبرې وشوې.

د هېواد اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله له اړونده ادارو مننه وکړه، چې د جینوا کنفرانس او ورسره د شویو نورو ناستو په بریالیتوب ترسره کولو کې یې هڅې کړي دي. هغه له ټولو ادارو وغوښتل چې شوي اصلاحات تعقیب او د نورو اصلاحاتو د رامنځته کېدو په اړه جدي همکاري وکړي.

اجرائيه رئيس وویل، چې ټول وزارتونه باید په خپلو پروژو کې د تلپاتې پراختیا موخې جدي ونیسي او په راتلونکي کال کې هیله شته چې افغانستان په دې برخه کې لا ډېر اساسي ګامونه واخلي.