اجرائیه رئیس : حکومت د کلیوالي سیمو پراختیا ته ژمن دی

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله نن په کابل کې د ولسوالانو ملي کنفرانس کې ګډون او وینا وکړه.

اجرائيه رئيس په خپله وینا کې وویل، چې ولسوالان د حکومت او خلکو ترمنځ د اړیکو لومړنی پل دی او دا پل چې هر څومره فعال وي هماغومره به د خلکو او حکومت ترمنځ واټن کم وي.

اجرائيه رئيس د ولسوالانو دنده امتیاز نه بلکې قرباني ده، چې په سختو شرایطو کې درنو ولسوال صاحبانو سیمه ییزه حکومتولي فعاله ساتلې ده.

د هېواد اجرائیه رئیس له ولسوالانو وغوښتل چې د خپلو ولسوالیو او ولسونو د اوسني وضعىیت په اړه روښانه تصوير په لیکلي بڼه له سیمه ییزو ارګانونو سره شريک کړي، څو د کلیوالي سیمو د ستونزو د حل او پراختیايي چارو په موخه یې د حکومت له مشرانو سره شریک کړي.

اجرائيه رئيس د سولې په پروسې د ټینګار ترڅنګ په دې برخه کې د ولسوالانو ونډه مهمه یاده کړه او ویې ویل، چې د قومي مشرانو او مخورو رول د سولې په پروسه او د ثبات په تامین کې حیاتي ارزښت لري.

اجرائيه رئيس وویل، چې د ملي یووالي حکومت د متوازن انکشاف او کلیوالي سیمو د پراختیا لپاره ژمن دی او ویې ویل، چې د ولسي تړون پروګرام او د کلیوالي مېرمنو د پیاوړتیا پروګرامونه د همدې موخولپاره پيل شوي دي.

په دې کنفرانس د سیمه‌ ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مشر عبدالمتین بېک هم خبرې وکړې او ویې ویل، چې په دې دوه ورځني کنفرانس کې به په دې بحثونه وشي، چې څنګه کېدای شي د ولسوالانو ستونزې راکمې او ولسوالۍ د حکومتولۍ په فعالې بڼې بدلې کړي.

هغه وویل، چې ولسوالان به خپلې تجربې هم له یو بل سره شریکې کړي او په پای کې به د حکومت مشرانو ته په لیکلې بڼه خپل وړاندیزونه او پایلې وړاندې کړي.