اجرائيه رئيس: کورنۍ او بهرنۍ ادارې دې له بېځایه شویو کورنیو سره بېړنۍ مرستې وکړي

د کډوالو او راستنېدونکیو چارو اجرایوي کمېټې نن خپله ناسته د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ په سپېدار ماڼۍ کې وکړه.

په دې ناسته کې لومړی په لوېدیځه حوزه کې له بېځایه شویو کورنیو سره د مرستو د وېش او یوه مناسب پنډغالي ته د کډوالو چې تر شنه اسمان لاندې اوسېږي، د لېږد په اړه بحث وشو.

د هېواد اجرائيه رئیس اړونده ادارو ته هدایت ورکړ، چې هر څه ژر دې په هرات او بادغیس ولایاتو کې له بېځایه شویو کورنیو سره بېړنۍ مرستې ترسره شي او هم دې مناسب پنډغالي ته چې ځمکه یې د حکومت له لوري له دوو اونیو راهیسې چمتو شوې د لېږد په اړه لاس په کار شي.

اجرائيه رئيس وویل، چې د ژمي په دې ساړه موسم کې نباید بې ځایه شوې کورنیو سره ناغېړي وشي، بېړنۍ مرستې د کورنیو او بهرنیو ادارو له لارې ترسره شي او د سرپناه غم یې وخوړل شي.

د دې ترڅنګ راستنېدونکیو کورنیو، معلولینو او د شهیدانو کورنیو ته د ځمکو د وېش په طرزالعمل هم خبرې وشوې. اجرائیه رئیس وویل، چې یوه تخنیکي کمېټه دې د دې طرزالعمل په اړه بحثونه وکړي او دا دې کره کړي چې هرې کټګورۍ ته په څو سلنه ځمکه ووېشل شي. اجرائيه وویل، چې د ځمکو په وېش کې باید له پوره عدالت کار واخیستل شي او په ټولو هغو لارو فکر وشي چې اړ کسان په دقیق ډول را پېژني او په یوه شفاف سیستم سره ځمکې ووېشل شي.