اجرائيه رئیس: د سولې په پروسه کې به د ټولو افغانانو حقونه خوندي وي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، چې د سولې په خبرو اترو کې به د ټولو افغانانو حقونه خوندي وي او د مذاکراتو په جریان کې به د مذاکراتو ټیم د ټولو افغانانو استازولي وکړي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس نن دغه خبرې په کابل کې د پروموټ مشارکت له لوري په سوله کې د ښځو د ونډې په ملي کنفرانس کې د وینا پر مهال وکړې.

اجرائيه رئيس د دې ملي کنفرانس او په کې د سولې په اړه له روانو بحثونو هرکلی وکړ او ویې ویل، چې په اوسني وخت کې د ټولو افغانانو ترمنځ دغه ډول بحثونو او ناستو ته اړتیا ده څو د سولې په اړه د ټولو افغانانو ترمنځ مشورې وشي.

هغه نننۍ ناسته د افغانانو د بحثونو پيل یاد کړ او ویې ویل، چې د سولې پروسه د ټولو افغانانو په برخلیک اغېز لري له همدې امله باید د ټولو نظرونه اخیستل شوي وي.

اجرائيه رئيس زیاته کړه، له کلونو کلونو راهیسې ټول افغانان د سولې غوښتونکي و؛ خو له افغان حکومت سره د خبرو لپاره د مقابل لوري نه چمتو کېدو دغه پروسه وځنډوله؛ خو ټینګار یې وکړ چې په اوسني برابر شوي فرصت کې باید پیش قدم اوسو او د سولې مذاکراتو ته له هر ډول مخکیني شرط پرته چمتو یو.

اجرائيه رئيس وویل: که چېرې د دې بحثونو او هڅو په لړ کې وتوانېږو چې مقابل لوری له وژنو، انفجار او انتحار را نه وګرځو او له سیاسي لارې خپل فعالیت پيل کړي، دا به مو ستر کار کړی وي؛ خو دا کار اسانه نه دی او زموږ د ډېرو هڅو او پیش قدم کېدو غوښتونکی دی.

اجرائيه رئيس زیاته تر هغې چې یو بل په متفاوتو نظریاتو سره ونه زغمو پایلې ته نه رسېږو، باید بحث وکړو او په همپالنه کې ژوند وکړو.

ډاکټرعبدالله عبدالله وویل، که د خدای رضا وه او افغانستان کې سوله راغله ډاډه دی چې هېڅوک به له سولې پښېمانه نه وي؛ خو موږ تلپاتې او باعزته سوله غواړو، چې له یوې خوا ثبات رامنځته کړي او له بلې خوا هماغه کسان چې سوله هم کوي، ځان په حقارت کې ونه ویني، باید په عزت او افتخار سره راشي او په دې ټولنه کې ژوند وکړي.

اجرائيه رئيس وویل، چې ستونزې او فرصتونه مو مشترک دي باید یو بل په تقویت او درک سره د ستونزو لپاره په ګډه حل لارې پيدا کړو او له فرصتونو څخه په ګټه استفاده وکړو.

اجرائيه رئيس وویل، هيڅوک نه غواړي چې بېرته د تاریکۍ دوران ته وګرځي او د افغانانو په قربانیو ترلاسه شوې لاسته راوړنې له لاسه ورکړي، د بیان ازادي، د ښځو حقونه او نورې لاسته راوړنو په اړه نباید څوک اندېښمن اوسي، چې خدای مکړه قرباني نشي.

اجرائيه رئيس ټينګار وکړ، چې موږ باید د هر چا نظر ته احترام ولرو او وایې ورو. هغه وویل: د مذاکراتو په لړ کې به د افغانستان استازی د ټولنې له ټول قشر څخه استازیتوب وکړي.

اجرائيه رئیس وویل، چې په افغانستان کې روانې جګړې یوازې له افغانستان څخه نه بلکې له سیمې څخه هم فرصتونه ضایع کړي او که په افغانستان کې سوله تامین شي ستر اقتصادي او سوداګریز فرصتونه سیمې ته راتلونکي دي.

په همدې حال کې د سولې د عالي شورا مرستیالې حبیبیې سرابي ټینګار وکړ، چې د سولې په برخه کې نباید د ښځو ونډه له پامه وغورځول شي او باید مېرمنې په تصمیم ګیرۍ کې شاملې شي. هغې د سولې په عالي مشورتي بورد نیوکه وکړه او ویې ویل، چې د ښځو حضور په کې کمرنګه دی.

د ښځو د مشارکت مرستیالې ټینګار وکړ، چې نباید د سولې له پروسې څخه د ښځو ونډ حذف شي، ځکه مېرمنې کولای شي چې د سولې په پروسه کې اغېزمنه ونډه واخیستل شي.

په کابل کې د امریکا سفیر جان باس هیله مندي وښوده چې د افغان مېرمنو پر وړاندې ور پرانستل شوی او د سولې په پروسه کې هم باید دوی ونډه هېره نشي. هغه ټینګار وکړ، چې د سولې په مشورتي عالي بورد کې هم شته مېرمنې دې فعال رول ترسره کړي.