چین د افغان سولې پروسه کې مهم رول لري

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، نن ( دوشنبه، د لیندۍ 24 مه) د خپل کار په دفتر سپیدار ماڼۍ کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر سره ولیدل .

اجرائیه رئیس له افغان دولت او ملت سره د چین له همکاریو مننه وکړه او همدارنګه یې د افغانستان، پاکستان او چین له درې اړخیزې ناستې له نوښت څخه قدرداني وکړه.

ډاکټر عبدالله عبدالله د افغانستان د سولې په پروسه کې د چین هېواد نقش مهم او مؤثر وباله او ویې ویل، هیله لرو چې بیجینګ پر پاکستان ډېر فشارونه راوړي ترڅو د سولې خبرو اترو زمینه برابره او طالبان د سولې مذاکراتو ته اړ کړي.

اجرائیه رئیس په افغان سوله او ثبات کې د چین رول مهم او رغوونکی وباله.

په دې کتنه کې، د چین د بهرنیو چارو وزیر د هغه هېواد د لومړي وزیر سلامونه او درنښت د هېواد اجرائيه رئیس ته وړاندې کړل او ویې ویل، چې د دواړو هېوادونو د اړیکو په بهبود او پراختیا کې ستاسو ونډه اغېزمنه وه.

ښاغلی وانګ یي، د افغانانو په مشرۍ او مالکیت له افغان سولې د خپل هېواد ملاتړ اعلان کړ او ویې ویل، چې له درې اړخیزو ناستو څخه یې هم موخه د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو ښه کول دي.

هفه تروریزم او افراطیت د افغانستان او چین خلکو مشترک دښمن یاد کړ او ویې ویل، چې چین د تروریزم پر وړاندې د مبارزې په برخه د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دی.

د یادولو ده چې نن په دې درې اړخیزه ناسته کې د افغانستان اسلامي جمهوریت، د پاکستان اسلامي جمهوریت او د چین ترمنځ د همکاریو تفاهم لیک هم لاسلیک شو.

دریو خواوو له ترهګرۍ سره په ګډې مبارزې، د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د سولې له پروسې څخه د ملاتړ او اقتصادي همکاریو د دوام او پراختیا او په افغانستان، چین او پاکستان کې د ترهګرو د فعالیت لپاره په اجازه نه ورکولو هم سلا وکړه.