یو لرغونی موټر نن اجرائيه رئيس په حضور کې ملي موزیم ته وسپارل شو

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس په حضور کې نن یو لرغونی موټر د افغانستان ملي موزیم مسولانو ته وسپارل شو. په دې اړه په سپېدار مانۍ کې جوړو شویو مراسمو ته د هېواد اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وویل: چې دا موټر له نن څخه اویا کاله وړاندې افغانستان ته د شاهي کورنۍ لپاره راوړل شوی و؛ خو د کورنیو جګړو پر مهال له هېواد د باندې د قاچاق کېدو پر مهال نیول شوی دی.

اجرائيه رئيس وویل، چې د افغانستان د ملي اتل احمدشاه مسعود په سپارښتنه دغه موټر په سختو شرایطو کې د قومندان محمدسعید صوفي زاده له لوري ساتل شوی و، چې نن ملي موزیم ته وسپارل شو.

اجرائیه رئیس د افغانستان تاریخي هویت او د لرغونو اثارو ارزښت ته په اشارې وویل، چې ټول لرغوني اثار باید لېست او په د افغانستان په ملي موزیم کې په مسلکي او مصون ډول وساتل شي.

اجرائيه رئیس د ملي موزیم او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولانو ته سپارښتنه وکړه، چې د دې موټر او نورو ټولو تاریخي ارزښتونو په ساتلو کې اساسي اقدامات وکړي.

اجرائيه رئيس له قومندان محمد سعید خان صوفي زاده او نورو ټولو هغو کسانو مننه وکړه، چې د هېوادنۍ مینې له امله یې دغه ډول موټر په مصوون ډول ساتلی و.

په همدې حال کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال پوهاند محمد رسول باوري د موټر له ساتونکي او ملي موزیم ته یې له سپارلو د مننې ترڅنګ له ټولو هېوادولو وغوښتل چې لرغوني توکي او ارزښتمن اثار ملي موزیم ته وسپاري.

په یادو مراسمو کې د موټر اصلي ساتوونکي قومندان صوفي محمد سعید خان صوفي زاده وویل، چې دغه موټر یې په سختو شرایطو کې ساتلی او اجازه یې نه ده ورکړې، چې خرابه شي او یا هم څوک یې قاچاق کړي.

د افغانستان ملی موزیم رئیس محمد فهیم رحیمي ډاډ ورکړ، چې دا موټر او نور تاریخي اثار به په اساسي او مسلکي ډول په موزیم کې وساتي.