اجرائيه رئيس: ټولې ادارې دې په خپلو پروګرامونو کې د فقر کمولو او تغذیې ته ځای ورکړي

د خوړو د امنیت او تغذیې ملي اجنډا کمېټې خپله ۱۱ مه ناسته د هېواد د اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ نن په سپېدا ماڼۍ کې وکړه.

په دې ناسته کې د وزیرانو شورا د دارلانشاء عمومي رئیس او په افغانستان کې د خوړو د امنیت او تغذیې د ملي اجنډا همغږي کوونکي نصر الله ارسلايي په تېر یوه میاشت کې د یادې کمېټې د فعالیتونو او هڅو رپوټ وړاندې کړ او ویې ویل، د لومړي کال د کړنو ارزونې او د راتلونکې کال لپاره د پلان جوړونې لپاره یې دوه ورځنې ورکشاپ په بریالیتوب پای ته ورساوه.

هغه وویل، چې په دې ورکشاپ کې د بېلابېلو مرکزي او ولایاتي ادارو او سازمانونو استازو برخه درلوده.

وروسته ښاغلي ارسلايي سمنګان، ډایکنډي او بغلان ولایاتو ته د خپل کاري سفر رپوټ وړاندې کړ، چې په وینا یې په یادو ولایتونو کې فقر، وچکالۍ، د کرنې زیانمن حالت، د خصوصی سکتور مشکلات او د کافي بودجه نه تشون هغه ستونزې دي چې په یادو ولایاتو کې یې غذايي امنیت ګواښلی او خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

ښاغلي ارسلايي په لیکلي ډول په یادو ولایتونو کې د غذايي امنیت د خوندیتوب او تغذیې په اړه وړاندیزونه هم د هېواد اجرائيه رئیس ته وسپارل.

د غونډې ګډونوالو د یادې کمېتې کارونه وستایل او زیاته یې کړه، چې د بزګرو اقتصادی انګیزې په نظر کې ونیول شي او هم د داسې بوټو تولید تشویق او حمایه شي چې د تغذیې په لحاظ یې ګټه زیاته وي.

دهېواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د خوړو امنیت تغذیې ملی اجنډا له غړو څخه مننه وکړه او ویې ویل، د خوړو د کیفیت بهبود، د فعالو، لایقو او خوشحالو وګړیو د شمیر د زیاتېدو سبب کیږی او په هره ټولنه کې چې داسې کسان زیات وی د هغې ټولنې اقتصادی او معنوی ترقي پرمختللې او ډاډمنه وي.

د هېواد اجرائیه زیاته کړه، د خوړو د کیفیت د بهترۍ لپاره دې کرنې وزارت او نور اړونده ادارې دې داسې پروګرامونه پلي او پالیسۍ جوړې کړي، چې له یوې خوا د وچکالۍ اغېز راکم کړي او له بلې خوا یې د تغذیې له اړخه اغېزمنتیا ډېره وي.

اجرائیه رئیس وویل، چې افغان حکومت ژمن دی، چې د خوړو د خوندیتوب او تغذیې د ملي اجنډا د موخو او اهدافو د پلي کولو، د خوړو د خوندیتوب او تغذیې د ښه والي، د لوږې د له منځه وړلو او د فقر د کمولو په لاره کې عملي او اغېزمن ګامونه اوچت کړي .

هغه وویل، ټولې ادارې دې خپلو پروګرامونو کې تغذیې او د فقر کمولو ته ځای ورکړي او داسې پروګرامونه دې عملي کړي چې پر خلکو یې مستقیماً اغېز ډېر وي.