په کابل کې د ترهګریز برید په اړه د اجرائیه ریاست اعلامیه

ترهګرو او د انسانيت دښمنانو یوځل بیا پر ټولګټو وزارت او د شهیدانو او معلولینو پر ملي ادارې په برید کولو سره چې ملکي وګړي یې د برید موخه وګرځېدل، په بشري جنایاتو لاس پورې کړ.

په دې تروریستي برید کې له بده مرغه چې زمونږ یوشمېر بې ګناه خلک شهیدان او ټپیان شوي، چې ډېری قربانیان یې ملکي وګړي دي.

د افغانستان د خلکو دښمنان او بهرنۍ ملاتړي یې باید پوه شې چې حکومت او خلک د دوی پر وړاندې د مقابلی لپاره قوی عزم او اراده لري چې د دوی دا ډول بزدلانه بریدونه نشي کولای چې زمونږ هېواد له پرمختک څخه پرېږدي.

تروریستان دې خبر اوسي چې دا ډول ترهګریز بریدونه به بې ځوابه پاتې نشي او ترهګر به یې درنه بیه پرېکړي.

افغانستان داسې وضعیت کې دی چې حکومت او نړیوال همکاران یې د جنګ د ختمېدو او سولې راوستلو ته لومړیتوب ورکوي او خلک یې هم د سولې خبرو ته په مثبته سترګه ګوري.

د افغانستان دښمنان چې د خپلو ترهګریزو پېښو او جنایاتو د رامنځته کولو لپاره هېڅ ډول پوله نه پېژني یو ځل بیا یې په دې برید سره ثابته کړه، چې په هېڅ ډول د خلکو غوښتونو ته غوږ نه ږدي او هېڅ ډول ارزښتونه ورته مهم نه دي.

زه سره له دې چې دا بزدلانه برید غندم د پېښې شهیدانو ته جنت فردوس، ټپيانو ته یې د بېړنۍ روغتیا، کورنیو او دوستانو ته یې د جمیل صبر غوښتنه کوم.

 

ډاکټر عبدالله عبدالله

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس