اجرائيه رئیس: هیڅوک هېواد ته غیر معیاري او قاچاقي نفتي توکي نشي واردولای

افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله په سپېدار ماڼۍ کې د ګازو او نفتي توکیو د شرکتونو له سوداګرو سره ولېدل.

په دې ناسته کې د ګازو او نفتي توکو مسؤولینو خپلې ستونزې اجرائيه رئيس ته وړاندې کړې او غوښتنه یې وکړه چې په اساسي ډول دې ورته حل لارې وموندل شي.

هغوی د نفتي سون توکیو په قانون نیوکې وکړې چې له ستونزو سره مخ دی او د دې قانون تعدیل یې وغوښت. یادو سوداګرو دغه راز هېواد ته په قاچاقي ډول د نفتي توکیو د واردولو د مخنیوي غوښتنه هم وکړه او ویې ویل، هغه شرکتونه دې لغوه او مسوولین دې یې عدلي ادارو ته معرفي شي، چې هېواد ته په غیر قانوني ډول تیل واردوي.

دغو تاجرانو بیروکراسۍ د له منځه وړلو، د ټاکل شویو معیارونو او سټندردونو د پلي کولو او په یوې ادارې پورې د نفتي توکیو اړوندولو غوښتنه هم وکړه.

د هېواد اجرائيه رئيس وویل، چې د یادو سوداګرو د تقنیني ستونزو د حل لپاره به له اړونده ادارو سره وګوري او د حل لاره به ورته پیدا کړي.

اجرائیه رئیس تاجرانو ته وویل، د ستندرد او شته ستونزو په اړه به له اړوندو ادارو سره هم خبرې وکړي او هدایت به ورکړي، چې د ګازو او نفتو د واردوونکیو شرکتونو ستونزې حل کړي.

اجرائيه رئيس وویل، هیڅوک نشي کولای چې هېواد ته غیر معیاري او یا هم قاچاقي نفتي توکي وارد کړي او په دې برخه کې یې اړونده ادارو ته د جدي څارنو او اقداماتو لارښوونه وکړه.