د جدي 6مې د تورې ورځې په مناسبت د افغانستان اسلامي جمهوریت د اجرائیه ریاست پيغام

نن د جدي شپږمه د افغانستان په تاریخ کې یوه خونړۍ، توره او بدمرغه ورځ ده، چې ناخوالې یې له نهو دېرشو کالو وروسته هم پر افغانستان خورې دي او افغانان کړوي.

له نن څخه 39 کاله وړاندې د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو پر افغانستان پوځي یرغل وکړ. دغه یرغل د افغانستان د بدمرغیو د پيل او د افغانانو د خوښیو د لوټلو لامل شو.

افغان ویاړلو مجاهدینو د شوروي اتحاد د یرغلګرو ځواکونو پر وړاندې په خالي لاس د جهاد سپېڅلی غږ پورته کړ او په خپلو سرښندونکیو مبارزو سره یې بلاخره شوروي اتحاد نه یوازې له افغانستانه څخه وتلو ته اړ ایسته؛ بلکې په څو ټوټو د شوروي اتحاد د وېشل کېدو لامل هم شو.

له بده مرغه چې د دې یرغل په پایله کې افغانستان هم دړې وړې شو، په میلیونونو انسانان شهیدان، معلول او پردیو هېوادونو ته کډوال شول. په کور دننه تاسیسات ویجاړ، نظام ړنګ او افغانستان په مادي او معنوي لحاظ ستر زیانونه ولیدل. لا هم افغانان د همدې بدمرغې ورځې له زیانونو څخه کړکېږي او رنځېږي.

له نهه دېرش کاله وروسته هم موږ نه یو توانېدلي چې رامنځته شوي زیانونه جبران او بېرته د یوه باثباته او پرمختللي افغانستان شاهدان شو.

نن هم پر جګړې ټینګار او د سولې له خبرو اترو مخ ګرځول د روانو ناخوالو د دوام معنی ورکوي، هغه ناخوالې چې نه په کې د افغانانو ژوند خوندي دی او نه هم په کې د افغانستان د پرمختګ لپاره هڅې.

افغانستان د سولې لپاره غږ پورته کړی دی او د سولې د مذاکراتو د پیل لپاره یې ټول خنډونه له منځه وړي دي، دا په طالبانو پورې اړه لري، چې د جدي د شپږمې راهیسې را پيل شویو ناخوالو، جګړو او ویجاړیو ته دوام ورکوي او که د افغانستان د پرمختګ، د افغانانو د ژوندي خوندیتوب او په ګډه د افغانستان د ابادولو له کاروان سره یو ځای کېږي.

تاریخ ثابته کړې چې هېڅوک پر افغانستان په زوره څه شی نشي تحمیلولای او روانه ترهګري به هم د خدای په مرسته او د افغان امنیتي ځواکونو له لوري د افغانانو په همکارۍ ماته خوري او لکه پخواني یرغلګر ځواکونه به له افغانستان څخه تور مخ وځي.

له سولې د مخ ګرځوونکیو او نورو هغو ترهګرو ډلو چې په افغانستان کې په جګړې لاس پورې کوي، افغان امنیتي ځواکونه یې پر وړاندې ولاړ او له هر ډول سرکوب به یې مخ ونه ګرځوي.

موږ ټول باید له تاریخ درس واخلو او زده کړو، چې بری او ښېرازي مو په یوه سوله ییز افغانستان کې ده او اوس د دې وخت دی چې ټول افغانان په یوه ټغر راټول او په ګډه روانې تحمیلي جګړې ته د پای ټکی کېږدو.

 

ډاکټر عبدالله عبدالله

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس