اجرائيه رئیس: ځوانانو ته کارموندنه باید د دولتي ادارو د پروګرامونو اساسي موخه وي

د ځوانانو لپاره د کار موندنې اجرایوي کمېټې نن سهار خپله ناسته په سپیدار ماڼۍ کې دهېواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ وکړه .

په دې ناسته کې لومړی د هېواد اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله خبرې وکړې او ویې ویل، چې د دې کمېټې چارې باید د ځوانانو پر وضعیت او هغوی ته د کار د موندلو په برخه عملي پایلې ولري.

اجرائيه رئيس ټينګار وکړ، چې ټولې ادارې دې په همغږي ډول د ځوانانو د کارموندنې لپاره هڅې وکړي او اشتغال موندنه یې باید د پروګرامونو په سر کې ځای ولري. اجرائيه رئيس د کار ملي کنفرانس جوړېدل غوره اقدام وباله او ټينګار یې وکړ، چې د دې کنفرانس پایلې باید په جدي ډول تعقیب شي څو ځوانانو ته کار پیدا شي.

په دې ناسته کې د کار او ټولنیزو چارو وزیر فیض الله ذکي وویل، د کار ملي کنفرانس د پای رپوټ یې د ټولو ځوانانو او ګډونوالو له نظریاتو او مسوولینو له ژمنو سره سم برابر کړی او هڅې یې پیل کړي ټولو هغو ادارو چې په دې کنفرانس کې یې د اشتغال د پیدا کېدو ژمنې کړې وې باید خپل رپوټ وړاندې کړي څو معلومه شي چې څومره خلکو ته یې کار موندلی دی.

هغه وویل، د کار په ملي کنفرانس کې یې په شپږو سکتورونو کې یې د روان کال تر پایه د 740زره کسانو لپاره د کار موندنې ډاډ ترلاسه کړی و او اوس دوی دغه ژمنې ارزوي. نوموړي ډاډ، چې تر راتلونکیو دریو کلونو پورې به کابو دوه نیم میلیونه کسانو ته کار ومومي؛ خو غوښتنه یې وکړه چې ټولې ادارې دې ورسره په رښتیني ډول همکاري وکړي.

ښايلي ذکی زیاته کړه چې، له عربي اماراتو سره افغانستان یو تفاهم ليک لاسلیک کړی چې د دېرشو کالو لپاره به په هغه هېواد کې افغان ځوانانو ته په قانوني ډول د کار زمینه برابره کړي.

د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله له ټولو دولتي ادارو وغوښتل چې خپلې بودیجې دې ځوانانو ته د کارموندنې پر اساس برابرې کړي او د کارګرو د فني کولو لپاره دې فني او مسلکي زده کړې دوام پيدا کړي.

اجرائيه رئيس وویل، ټولې ادارې باید د کارموندلو لپاره له خپلو ژمنو او کړیو اقداماتو څخه واقعي رپوټونه وړاندې کړي، څو معلومه شي چې څومره ځوانانو ته کار موندل شوی او نورې کومې چارې دي چې ځوانانو ته کار پیدا کوي.

اجرائيه رئيس زیاته کړه، کارموندنه باید د ټولو دولتي ادارو د پروګرامونو یوه اساسي موخه وي او د بودیجې لوړې سلنې مصرفول د ځوانانو لپاره د کار په موندلو کې اساسي رول لري.

اجرائيه رئیس هدایت ورکړ، چې د یادې کمېټې تر راتلونکې ناستې پورې باید ټولې دولتي ادارې په روان کال کې د کار موندلو په اړه خپل واقعي رپوټ وړاندې کړي.

په یاده غونډه کې همدارنګه د ځوانانو د ملي ستراتېژۍ په اړه هم بحث وشو. د ملګرو ملتونو د ځوانانو د څانګې مسوول ډاکټر نورمحمد مراد او د ځوانانو چارو مرستیال ډاکټر کمال سادات د یادې ستراتېژۍ د چارو په اړه غونډې ته معلومات ورکړل او ویې ویل، چې په دې ستراتېژۍ د ټولو ځوانانو نظرونه اخیستل شوي او کره شوې ده.

هغوی وړاندیز وکړ، چې هر څه ژر دې دا ستراتېژي د وزیرانو شورا په ناسته کې هم تر بحث لاندې ونیول شي او تصویب شي څو یې د عملي لپاره زمینه برابره شي.

د هېواد اجرائيه رئيس ډاډ ورکړ، چې د وزیرانو شورا په راتلونکې ناسته کې به په دې اړه پرېکړه وشي.