د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرائيه ریاست اعلاميه د بې ثباتۍ رامنځته کول د هېڅ لوري په ګټه نه دي

د ملي یووالي حکومت په یوه خاصه تاریخي مرحله کې د ټاکنو د دوو مخکښو ټاکنیزو ټېممونو ترمنځ د یوه مشروع او کارا حکومت د ایجاد، د ثبات د ساتلو او سیاسي اجماع، اصلاحاتو، د همکارۍ روحیې او ګډو پرېکړو ته د پایبندۍ په موخه د کورنیو او بهرنیو څارونکیو په حضور کې رامنځته شو.

د اجرائيه ریاست د دویم مرستیال استاد محمد محقق د عزل کېدو په اړه وروستی خبر د ملي یووالي حکومت د تشکیل د سیاسي هوکړه لیک له روحیې سره په ټکر کې دی. هر ډول یو اړخیز او د ملي یووالي حکومت د روحیې خلاف تصمیم په دې حساسو تاریخي شېبو کې د ملي یووالي، د ګډې همکارۍ د کمزوري کېدو او د بې ثباتۍ د تحریک لامل ګرځي.

د ملي یووالي حکومت چې د 2014 کال بحراني ټاکنو څخه وروسته د کابل د موافقتنامې پر اساس رامنځته شو، تر راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو او د یوه راتلونکي مشروع حکومت تر تشکیل پورې خپل کار ته دوام ورکوي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائيه ریاست

۴ سلواغه ۱۳۹۷