د افغانستان اسلامي جمهوریت د اجرائیه ریاست اعلامیه

د افغانستان دښمنانو نن یو ځل بیا د خپل وحشت او خشونت بدرنګه څېره نندارې ته ورکړه او د شهید عبدالعلي مزاري په تلین غونډه یې برید وکړ.

دا برید چې په کې زموږ یوشمېر هېوادوال شهیدان او زخمیان شول، په ولسواکۍ او مدني بهیر برید دی چې له ټولو اسلامي او انساني ارزښتونو سره ټکر کې دی.

د افغانستان دښمنان نشي کولای په دې ډول ناځوانه او جنایتکارانه بریدونو سره د افغانستان د خلکو په زړونو کې وېره واچوي او له خپلو موخو یې را وګرځوي. افغانان په یوه خوله د ترهګرۍ پر وړاندې د خپلو امنیتي ځواکونو ترڅنګ د خپلو ارزښتونو، ملي اتلانو او نوامیسو څخه د دفاع لپاره ولاړ او ترې ملاتړ کوي.

ترهګر نشي کولای چې په دې ډول بریدونو سره خپلو موخو ته ورسېږی؛ بلکې لا به د خلکو پر وړاندې مختوري او سر کوزي وي.

افغانستان په داسې مهال چې د سولې لپاره یې غېږ پرانستې؛ خو له خپلو خلکو او نوامیسو څخه ساتنه هم خپله دنده بولي.

د نننۍ پېښې شهیدانو ته جنت فردوس، ټپيانو ته بېړنۍ روغتیا او د شهید استاد مزاري پلویانو ته تسلیت وایم.

د دې برید د هر اړخیزه څېړنو هدایت ورکړل شوی او امنیتي ځواکونه به د خپلو څېړنو پایلې له ولس سره شریکې کړي.

 

ډاکټر عبدالله عبدالله

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس