المان له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس جلالتمآب ډاکټر عبدالله عبدالله نن له غرمې وروسته ( دوشنبه، د کب ۲۰مه،‍۱۳۹۷) د المان د بهرنیو چارو له وزیر ښاغلي هایکو ماس او ورسره پلاوي سره ولیدل.

په دې لېدنه کې د هېواد اجرائیه رئیس د المان د بهرنیو چارو وزیر ته ښه راغلاست ویلو ترڅنګ یې په افغانستان کې د المان له قربانیو، د سولې او ثبات له هڅو او همکاریو څخه مننه وکړه.

اجرائیه رئیس المان د افغانستان مهم متحد هېواد یاد کړ او ویې ویل، چې افغانستان او المان لرغونې کړي او دغه هېواد د افغانستان په مثبتو پرمختګونو کې مهم رول لري. اجرائيه رئيس د افغانستان او المان ترمنځ د اړیکو او همکاریو د پراختیا غوښتنه وکړه.

د المان د بهرنیو چارو وزیر د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله او افغان حکومت له تود هرکلي مننه وکړه او له افغانستان سره یې د المان د مرستو د دوام په اړه ډاډ ورکړ.

ښاغلی هایکو ماس وویل، هېواد یې په افغانستان کې د لاسته راغلو پرمختګونو څخه راځي او ملاتړ یې کوی او هيله لري چې د افغانستان راتلونکي ولسمشریزې ټاکنې په خپل وخت ترسره او دېموکراتیک بهیر پياوړی شي.

د المان د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه له افغان سولې او د سولې له خبرو اترو ملاتړ اعلان کړ خو ټینګار یې وکړ، چې په هېڅ صورت نباید د وروستیو کلونو لاسته راوړنې، په تیره بیا د مېرمنو، د رسنیو او بشري حقونو آزادي، باید د سولې د خبرو قرباني نشي.

ښاغلی هایکو ماس زیاته کړه، د سولې خبرې هغه وخت پایله ورکوي چې طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ا و جدي خبرو اترو ته کېني. هغه د افغان حکومت د بلنې په صورت کې د سولې په خبرو اترو کې د المان د مرستو ډاډ ورکړ.

اجرائیه رئیس د افغان سولې په اړه د ملي یووالي حکومت رسمي دریځ څرګند کړ او ویې ویل: افغان دولت د سولې خبرو اترو هر کلی کوي او د سولې اوسني مذاکرات هم د افغان حکومت د سولې د هڅو محور دی.

اجرائیه رئیس زیاته کړه چې افغانان په هېڅ صورت له ورستیو لاسته راوړنو، بشري حقونو، جمهوري نظام او ټاکنیزو پروسو څخه مخ نه ګرځوي او غوښتونکي یې دي.

اجرائیه رئیس په خپل وخت د با اعتباره ټاکنو ترسره کېدو ته خپله ژمنتیا تکرار کړه او ویې ویل، چې ازاده او رڼې ټاکنې د افغانستان د ثبات د تامین له اساسي پایو څخه دي.

په دې ناسته کې د دواړو لوریو د افغانستان اوسیمې د وروستیو تحولاتو په اړه هم نظرونه تبادله کړل.