ناټو او افغانستان خپلو همکاریو ته دوام ورکوي

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن ( یکشنه، د کب ۱۹مه، ۱۳۹۷ ) په خپل کاري دفتر سپېدار ماڼۍ کې په افغانستان کې د ناټو ملکی سفیر ښاغلي نیکولاس سره تعارفی لېدنه وکړه.

په دې ناسته کې، د هېواد اجرائیه رئیس، د ناټو د ملکي سفیر په توګه د ښاغلي کي د نوې دندې مبارکي وویله او هغه ته یې د لا بریالیتوب غوښتنه وکړه.

اجرائیه رئیس په دې ناسته کې د ناټو له ملاتړ، همکاریو او قربانیو مننه کړه. اجرائيه رئيس د افغانستان او ناټو سازمان ترمنځ په اوږدمهاله اړیکو او همکاریو د پراختیا غوښتنه وکړه.

ښاغلی نیکولاس کي له اجرائیه رئیس څخه مننه وکړه او په افغانستان کې یې د سولې لپاره هلې ځلې د خپل ماموریت لومړیتوب یاد کړ او ټینګار یې وکړه، چې ناټو د افغانانو په مشرۍ له بین الافغانی مذاکراتو څخه ملاتړ کوي.

په دې لېدنه کې دواړو لوریو په راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو او نورو مسایلو خبرې اترې وکړې.