اجرائيه رئيس: ټولې اړونده ادارې دې له بېځایه شویو کورنیو سره په وخت مرستې وکړي

د کډوالو او راستنېدونکیو چارو اجرایوي کمېټې نن خپله ناسته د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرائيه رئيس په مشرۍ په سپېدار ماڼۍ وکړه.

په دې ناسته کې لومړی د اجرائيه رئيس په سپارښتنه هرات او بادغیس ولایاتو ته تللي پلاوي خپل رپوټ وړاندې کړ او په هغو ولایاتو کې یې د بې ځایه شویو کورنیو ستونزې له اجرائيه رئیس سره شریکې کړې.

هغوی وویل، چې موقتو محلاتو ته د بې ځایه شویو کورنیو د لېږد په برخه کې ځينې ستونزې د کورنیو او بهرنیو ادارو ترمنځ د نه همغږۍ له امله رامنځته شوي چې باید حل شي او له هغې وروسته له بې ځایه شویو کورنیو سره مرستې وشي.

د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله ټولو اړوندو ادارو ته هدایت ورکړ، چې د چارو په همغږه کولو کې همکاري وکړي. دغه راز دې په ولایتي کچه د هرات والي ټولې اړونده ادارې همغږې کړي او د کډوالو ستونزو ته دې رسیدګي وشي.

اجرائيه رئیس زیاته کړه، چې راستنېدونکیو او بې ځایه شویو کورنیو سره د مرستو په بهیر او موقتو سیمو ته د لېږد په برخه کې نباید ناغېړي وشي.

دغه راز د مرکزي احصایې او معلوماتو ادارې د را ستنېدونکیو او بې ځایه شویو کورنیو د بایومیټریک کولو او مالیې وزارت روغتیا او پوهنې وزارتونو ته د اروپايي اتحادیې د مرسته شویو پيسو د لېږد په اړه رپوټونه وړاندې کړل.

مالیې وزارت وویل، چې د مالي کال په نیمايي کې به دغه مرسته شوې پیسې پوهنې او روغتیا وزارتونو ته د کډوالو د روغتیايي او پوهنیزو ستونزو د حل لپاره ورکړي.

اجرائيه رئيس اړونده ادارو ته د دې ستونزو د حل سپارښتنه وکړه او ویې ویل، چې بشري چارې او مرستې باید جدي ونیول شي او اړې کورنۍ وژغورل شي.

په روان 2019 کال کې تر اوسه 198065 تنه بې ځایه شوي او 3948 تنه بېرته خپلو اصلي مېنو ته ګرځېدلي دي. همدارنګه په روان 2019 کال کې 63449 تنه له بهرنیو هېوادونو خپل هېواد ته راستانه شوي، چې له 2001 کال راهیسې دغه شمېره 9728663 تنو ته رسېږي.