په ولسي جرګه کې د روزګان د خلکو د استازي الحاج عبیدالله بارکزي په شهادت د اجرائيه ریاست د خواخوږۍ پيغام

په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د افغانستان د خلکو دښمنانو نن په ولسي جرګه کې د روزګان د خلکو استازی عبیدالله بارکزی په کندهار ښار کې په شهادت ورساوه.

انا لله ونا الیه راجعون

ارواښاد عبیدالله بارکزي په ښه توګه په ولسي جرګه کې د روزګان د خلکو استازولي وکړه او هم یې په هر ډول شرایطو کې د هېواد د خیر او فلاح لپاره هڅې وکړې.

ارواښاد بارکزی په هېواد او خاورې مین او خوله ور شخص و، چې د هېواد سوله او ثبات یې ارمان و؛ خو د افغانستان دښمنانو یې شتون ونشو زغملی او په شهادت یې ورساوه. زه په دې پېښه خواشینی یم او په کلکه یې غندم. د ارواښاد بارکزي شهادت د روزګان خلکو او هېواد لپاره ضایعه بولم.

ارواښاد عبیدالله بارکزي ته جنت فردوس، کورنۍ، دوستانو، د روزګان خلکو او د ملي شورا غړو ته تسلیت وړاندې کوم.

 

ډاکټر عبدالله عبدالله

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائيه رئیس