د هلمند د نننۍ پېښې په اړه د اجرائيه ریاست اعلامیه

په ډېرې خواشینۍ سره چې د هېواد دښمنانو په هلمند ولایت کې د بزګر جشن په مراسمو برید وکړ او زموږ یوشمېر هېوادوال یې ټپيان او شهیدان کړل.

انا لله وانا الیه راجعون

دا ډول بریدونه بشري جنایت دی چې له ټولو اسلامي او انساني ارزښتونو سره په ټکر کې او د هېڅ ډول توجیه وړ نه دی. د افغانستان دښمنان به، په دې بزدلانه بریدونو سره د افغانستان خلک د پرمختګ له کاروانه را ونه ګرځوي بلکې لا به د یوه غښتلي او پياوړي افغانستان لپاره د افغانانو هوډ پياوړی کړي.

ترهګر په هر حالت کې خپلو شومو موخو ته د رسېدو لپاره د تاوتریخوالي او خشونت لاره خپلوي، خو د افغانانو په همت او د افغان امنیتي ځواکونو په سرښندنو سره به هېڅکله هغوی خپلو موخو ته ونه رسېږي. له خپلو خلکو او خاورې څخه د دفاع لپاره افغان امنیتي ځواکونه هر ډول قربانیو ته چمتو او دا ډول بریدونه به بې ځوابه پرېنږدي.

په پای کې زه د نننۍ پېښې شهیدانو ته جنت فردوس، ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا او د قربانیانو کورنیو ته د جمیل صبر دعا کوم.

 

ډاکټر عبدالله عبدالله

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس