اجرائيه رئیس: ټول هېوادوال دې د نیالګیو په کېنولو او د ځنګلونو په ساتلو کې خپله ونډه ترسره کړي

په هېواد کې د زرغون کمربند د پراخولو ملي کمپاین نن د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئیس له لوري د نیالګیو په کېنولو سره پيل شو.

په دې اړه جوړې شوې ناستې ته د هېواد اجرائيه رئیس جلالتمآب ډاکټر عبدالله عبدالله لومړی د هېواد ټولو خبریالانو ته د هغوی د ورځې مبارکي وویله او د هغوی له هڅو، قربانیو او سرښندنو یې ستاینه وکړه.

اجرائيه رئيس وویل، چې د نیالګیو د ایښودلو کمپاین فعال مشارکت ته اړتیا لري او له ټولو هېوادوالو یې وغوښتل چې د هېواد د سمسورتیا او رغونې لپاره دې نیالګي کېنوي. اجرائيه رئيس د هېواد په سمسورتیا کې له اړونده ادارو سره د هېوادوالو همکاري مهمه بولي او هیله ښيي چې راتلونکی کال به د ډېرو ورښتونو له امله سمسور او ښېرازه کار وي.

اجرائيه رئيس دغه راز له هېوادوالو وغوښتل په هغو سیمو کې چې ځنګلونه شتون لري، باید له امنیتي ادارو سره په ګډه د ځنګلونو ساتنه وکړي او له وهلو یې مخنیوی وکړي.

اجرائیه رئیس سره له دې چې له هېواد سره یې د نړیوالې ټولنې د مرستو مننه وکړه، له افغانستان سره یې د نړیوالو مرستې مهمې وبللې. اجرائيه رئیس دغه راز ډاډ ورکړ، چې د سولې په پروسه کې به د خلکو په حقونو په ځانګړي ډول د بیان په ازادۍ معامله ونشي.

په دې ناسته کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد دراني وویل، چې سږکال به په ټول هېواد کې کابو 22 میلیونه نیالګي کېنول شي، چې 2 میلیونه به یې د کرنې وزارت او شل میلیونه به د نورو اړونده ادارو له لوري په هېواد کې کېنول شي.

ښاغلي درانی وویل، د ډېر ورښتونو له کبله به راتلونکي کال ښېرازه او سمسور وي او هېوادوال باید د نیالګیو په کېنولو او ساتلو سره د هېواد په سمسورتیا او ښېرازۍ کې ونډه واخلي.

د کرنې او مالدارۍ وزیر دغه راز له بزګرانو او باغوانانو د ملاتړ لپاره هغوی ته د ترکتورونو د ورکړې او سهولتونو برابرولو خبر هم ورکړ.