اجرائيه رئيس د خبریال نثار احمدي احمدي پوښتنه وکړه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د نثار احمدي احمدي د روغتیا پوښتنه وکړه.

اجرائيه رئيس د نثار احمدي احمدي د ژر رغېدو دعا وکړه او د سردار محمد داوود خان روغتون مسوولانو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د هغه د ښې درملنې لپاره له هېڅ ډول هڅو څخه دریغ ونکړي.

نثار احمد احمدي په هلمند کې د سباوون ټلویزیون خبریال و، چې څو ورځې وړاندې یې موټر ته ماین کېښودل شو او ټپي شو. دمګړۍ یې روغتیايي وضعیت مخ په ښه کېدو دی.