اجرائیه رئیس:ټولې ادارې د فساد د مخنیوي په برخه کې له جدیت څخه کار واخلي

د فساد د مخنیوي او سیستمونو د پراختیا اجرایوي کمېټې ناسته وکړه

د اداري فساد د مخنیوي او سیستمونو د پراختیا اجرایوي کمېټې خپله ناسته د هېواد اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ په سپېدار ماڼۍ کې وکړه.

په دې ناسته کې لومړی د یادې اجرایوي کمېټې سکرتریت د تېرې ناستې په اړه رپوټ وړاندې کړ او همدارنګه یې د یادې کمېټې د ستونزو په اړه خبرې وکړي .

د هېواد اجرائيه رئيس داکټر عبدالله عبدالله له فساد سره د مبارزې د عالي ادارې،نړیوال او کورني،دولتي او غیر دولتي ادارو چارې وستایلې او له هغوی یې مننه وکړه، چې له فساد سره یې د مبارزې په برخه کې هڅې کړي.

اجرائیه رئیس وویل،چې ملي یووالی حکومت د اداري فساد د مخنیوي په برخه کې لازم پرمختګونه کړي او اړتیا شته چې دا پرمختګونه لا هم ډېر شي .

ښاغلی عبدالله زیاته کړه،چې د فساد سره د مبارزي پر وړاندې د خلکو په جامع ذهنیت باندې کار وشي او عام خلک باید د حکومت له لوری د محاسبې وړ لاسته راوړنې وګوري .

اجرائیه رئیس زیاته کړه،فساد نور د منلو وړ نه ده او ټول ادارې دې باید له جدیت څخه کار واخلي همدارنګه ښاغلی عبدالله وویل،چې اوس هېوادوال باید پوه شي چې ملي یووالی حکومت د اداري فساد په وړاندې د مبارزې په برخه کې د پام وړ اقدامات کوی .

د هېواد اجرائیه رئیس زیاته کړه،چې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون موضوع نن د قانون د حاکمیت ملی شورا کي یاده شوه او د یاد کميسیون د ستونزو د حل په اړه خبرې وشوي چې په راتلونکي کې به د یاد کمېسيون شته ستونزی حل شي .

د اجندا له مخې ورپسي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجي وزارت د پلان جوړونې او پالیسي رئیس میرویس نیک مل رپوټ وړاندې او زیاته یې کړه،چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجی وزارت د اطلاعاتو ته د لاس رسي په برخه کې ډېر کارونه کړي دي .

ښاغلی نیک مل زیاته کړه،چې 75 فیصد افغانان اوس مهال له 3G-4G مخابراتي ټکنالوجی څخه برخمن دي او همدارنګه ویې ویل،چې د افغانستان 25 ولایت د فایبر سره وصل شوي او پاتې 9 ولایت به هم وصل شي .

ښاغلی نیک مل زیاته کړه،چې دوی خلکو سره د اطلاعاتو د لاسرسي په برخه کې بشپړ همکار او د نورو ادارو د همکاریو غوښتنه یې وکړه.

اجرائیه رئیس زیاته کړه د اطلاعاتو ته د لاسرسي او فساد سره د مبارزې په برخه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجی وزارت د پام وړ کارونه کړي او په دې برخه کې مهم رول لوبولی دی.

په پای کې د هېواد اجرائیه رئیس له ټولو نړیوالو او کورنیو دولتي او غیر دولتي ادارو څخه مننه او غوښتنه یې وکړه چې له یادې کمېټې سره بشپړه همکاري وکړي.

په پای کې د هېواد اجرائیه رئیس له ټولو نړیوالو او کورنیو دولتي او غیر دولتي ادارو څخه مننه او غوښتنه یې وکړه چې له یادې کمېټې سره بشپړه همکاري وکړي.