د خصوصي سکتور د پیاوړتیا اجرایوي کمېټې ناسته وکړه

د خصوصي سکتور د ودې او پراختیا اجرايي کمېټې نن خپله ناسته د هېواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ په سپېدار ماڼۍ کې وکړه.

د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله په تېر کال کې د خصوصي سکتور د ودې او پراختیا کمټې چارې ګټورې او اغېزمنې یادې کړې او ویې ویل، چې د روان کال لپاره یې هم یادې کمېټې ته ځانګړي اهداف ټاکلي دي. اجرائيه رئیس له ټولو اړونده ادارو وغوښتل چې په روان کال کې هم د دغو موخود ترلاسه کولو لپاره په جدیت کار وکړي.

وروسته د اجنډا له مخې د افغانستان بانک له اترا ادارې سره د همکاریو د تفاهمپاڼې، او د سوداګریزو محاکمو قاضیانو او څارنوالانو ته د سوداګریزو او تجارتي مسایلو او همکاریو د رونیز پروګرام په اړه معلومات ورکړل.

په رپوټ کې ویل شوي و، په روزنیز پروګرام کې 150 تنه قاضیان 150 تنه څارنوالان 45 تنه د عدليې وزارت او 75 تنه د کورنیو چارو وزارت کارکوونکي شامل دي.

ښاغلی رحیمي زیاته کړه،چې په څلورو زونونو کې به د یاد روزنیز پروګرام کې 450 تنه ګډون وکړي، چې قاضیان به د پرېکړه کولو پرمهال په تجارتي او سوداګریزو مسایلو کې ښه وارد وي.

په دې ناسته کې دغه راز د صادراتو د زیاتوالي او د سوداګریز توازن په اړه هم بحث وشو او له ټولو سوداګرو څخه وغوښتل چې د افغانستان د صادراتو د ملي ستراتېژۍ پر بنست دې له نوي فرمټ څخه د صادراتو لپاره کار واخلي.

د دې ترڅنګ په نننۍ ناسته کې دغه راز د اقتصادي پياوړتیا په اصلي ستونزو هم بحث وشو. یوشمېر ادارو نا امني، د بانکونو د امنیت پر ساتنې لوړ لګښتونه او نور د بانکدارۍ او سرمایه ګذارۍ پر وړاندې اصلي ستونزې یادې کړې.

د هېود اجرائیه رئیس وویل،چې ټولې ادارې دې یوځای کار وکړي په راتلونکیو دوه ورځو کې دې اقتصادی جلسه جوړه کړي او جامع ریپوټ وړاندې کړي که ضرورت وو کابینه کې دې هم پرې بحث وشي .

د هېواد اجرائيه رئیس له ټولو دولتي او غیر دولتي ادارو ترمنځ د همغږۍ پر زیاتوالي، د خصوصي سکتور پر وړاندې د پرتو ستونزو را کمولو او حل کولو او همدارنګه د اقتصادي پياوړتیا لپاره پر هڅو ټینګار وکړي.