اجرائيه رئيس: د سولې د هڅو او غږونو د توحید او متمرکز کولو هڅې روانې دي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئیس جلالتمآب ډاکټر عبدالله عبدالله د توبرکلوز د مخنیوي د نړیوالې ورځې په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ.

اجرائيه رئيس یادې ناستې ته په وینا کې د روغتیا وزارت او د افغانستان د توبرکلوز د مخنیوي له مشورتي بورد څخه د مننې ترڅنګ وویل، چې په افغانستان کې د توبرکلوز د مخنیوي په برخه کې له ډېرو پرمختګونو سره سره لا هم ننګونې شته.

اجرائيه رئيس وویل، د توبرکلوز مخنیوی د یوې وژونکې خو قابل علاج ناروغۍ په توګه د ټولو اړونده ادارو او موسساتو ګډه دنده ده او په کار ده چې په دې برخه کې هڅې لا همغږې او متمرکزې شي.

ډاکټر عبدالله عبدالله له دیني علماوو، مدني ټولنو او د افغانستان له مخورو وغوښتل چې د توبرکلوز د مخنیوي په برخه کې تبلیغات وکړي او د ټولنې هر وګړی خپل مسوولیت ادا کړي.

اجرائيه رئيس د هېواد شرایط خاص وبلل او ویې ویل، چې وروستیو سېلابونو په یوشمېر سیمو کې خلکو ته مالي او ځاني زیانونو ور اړولي او په دې شرایطو کې د توبرکلوز پراختیا هم ډېره وي.

هغه وویل، اړونده ادارو ته یې هدایت کړی، چې هر څه ژر اړمنو او سېلاب ځپلو کورنیو سره مرستې وکړي.

اجرائيه رئیس دغه راز وویل، چې د سولې د خبرو اترو او یوه واحد غږ د پیدا کولو لپاره هڅې روانې دي او هر کله چې د سولې لپاره هڅې متمرکزې شي او واحد غږ پيدا شي اغېزمنتیا یې ډېره وي.

اجرائيه رئيس وویل، ټول افغانان له جګړې ستړي شوي او سوله غواړي؛ خو هيڅوک د دې غوښتونکی نه دی چې بېرته تورې دورې ته ګرځي چې په کې د ښځو، ماشومانو او ټولو افغانانو حقونه خوندي نه وي.

ډاکټر عبدالله عبدالله دغه راز وویل، چې ټول افغانان سوله غواړي او د خپل برخلیک ټاکل د ټاکنو له لارې غواړي، ځکه د سولې په شرایطو کې ټول افغانان په ګډه سره کولای شي چې افغانستان بېرته ورغوي. هغه وویل، ټول افغانان په ګډه کولای شي چې یو سر لوړی، اباد او باثباته افغانستان راجوړ کړي.

اجرائيه رئیس د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم پر کاروان برید ته په اشارې له امنیتي ځواکونو وغوښتل چې د ټولو افغانانو اما په ځانګړي ډول د مخکښو شخصیتونو امنیت ته جدي پاملرنه وکړي.

په همدې حال کې د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز وویل، چې دمګړۍ په افغانستان کې د توبرکلوز د تشخیص پرمختللي مراکز او لابراتوارونه شتون لري او افغانان اړ نه دي، چې د تشخیص لپاره یې بهر ته ولاړ شي.

هغه زیاته کړه، چې دمګړۍ 48000 زره کسان تشخیص شوي چې په توبرکلوز ناروغۍ اخته دي خو دا شمېره د نورو کلونو په پرتله کمه ده.

د عامې روغتیا وزیر زیاته کړه، چې دمګړۍ د هېواد په ټولو زندانونو کې د توبرکلوز د مخنیوي لپاره تدابیر نیول شوي، لابراراتوارونه شتون لري او هم یې جدي څارنه کېږي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشرې ډاکټرې سیما سمر هم توبرکلوز یوه جدي ستونزه یاده کړه او ویې ویل، افغانان چې یو لوی اکثریت یې له فقر سره مخ دي له توبرکلوز ډېر زیانمنېږي له همدې امله باید له افغانستان سره بشري مرستې دوام پيدا کړي.

هغې دغه راز وویل، چې ټولې ادارې باید په همغږي ډول له دې کمپاین سره مرسته وکړي او له افغان حکومت څخه یې هم وغوښتل چې د توبرکلوز د مخنیوي مشورتي بورد ته هم بودیجه منظور کړي.

په دې ناسته کې د امریکا د پراختیايي ادارې، د روغتیا د نړیوال سازمان او UNDP استازو هم خبري وکړې او له افغانستان سره یې د خپلو همکاریو ډاډ ورکړ.