د اردن پاچا له اجرائيه رئيس سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا غوښتنه وکړه

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن ( شنبه، د وري ۱۷ مه ۱۳۹۸ ) د منځني ختیز او شمالي افریقا په اړه د نړیوالې اقتصادي مجمع په څنډه کې د اردن له پاچا اعلیحضرت دویم عبدالله سره ولیدل.

په دې ناسته کې د اردن پاچا هغه هېواد ته د اجرائیه رئيس د سفر او په نړیواله اقتصادي مجمع کې د ګډون هرکلی وکړ او هغه ته یې ستړي مشي وویله.

اعلیحضرت دویم عبدالله، افغانستان د اردن تاریخي دوست او متحد یاد او له افغانستان سره یې په بېلابېلو برخو کې د همکاریو ډاډ ورکړ.

د هېواد اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د اردن د پاچا او حکومت له تود هرکلي د مننې ترڅنګ اردن شاهي هېواد د افغانستان تاریخي دوست او متحد هېواد وباله.

اجرائيه رئیس په وروستیو کلونو کې له افغانستان سره د اردن له مرستو په ځانګړي ډول د افغان کومانډو ځواک د روزنې او عامه رووغتیا په برخه کې له همکارۍ مننه وکړه.

اجرائیه رئيس د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریز تفاهم لیک د نهايي کېدو ژمنې ترڅنګ وویل، چې ډېر ژر به د سوداګریزو خونو په همکارۍ د افغان سوداګرو پلاوی اردن ته سفر وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ به د سوداګریزو راکړو مطالعه وکړي څو له شته فرصتونو څخه استفاده وشي.