د ام اټي ان شبکې مرستیال له اجرائيه رئیس سره لیدنه کې: په افغانستان کې د خپلې پانګونې او خدماتو زیاتولو ته چمتو یو

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله نن ( شنبه، د وري ۱۷مه ۱۳۹۷ ) د منځني ختیز او شمالي افریقا لپاره د نړیوالې اقتصادي مجمع په څنډه کې د منځني ختیز او افریقا په چاور کې د ام ټي ان شرکت له مرستیال سره ولیدل.

په دې لیدنه کې د هېواد اجرائيه رئیس په افغانستان کې د یاد شرکت د خدماتو او پانګونې له امله مننه وکړه او د یاد شرکت له لوري یې د پانګونې او د با کیفیته خدماتو د زیاتېدو غوښتنه وکړه.

ښاغلي جارودي له اجرائیه رئیس څخه د مننې ترڅنګ په افغاستان کې د با کیفیته خدماتو د وړاندې کولو او پانګونې د زیاتولو لپاره چمتووالی وښود.