د ملګرو ملتونو عمومي منشي له اجرائيه رئیس سره په لیدنه کې: د افغانانو ترڅنګ پاتې کېږو

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله نن ( شنبه، د وري ۱۷مه ۱۳۹۷ ) د منځني ختیز او شمالي افریقا لپاره د نړیوالې اقتصادي مجمع په څنډه کې د ملګرو ملتونو له عمومي منشي جلالتمآب انتوني ګوتیریش سره ولیدل.

په دې ناسته کې لومړی د هېواد اجرائيه رئیس د افغانستان په قضایاوو کې د ملګروملتونو د حضور او ملاتړ له امله د مننې ترڅنګ د افغانستان د سیاسي او امنیتي وضعیت، سولې او ولسمشریزو ټاکنو په اړه د افغانستان روښانه تصویر وړاندې کړ.

اجرائيه رئیس ټينګار وکړ چې افغان حکومت د اصلاحاتو او تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره تعهد لري او په دې برخه کې د امریکا د متحدو ایالاتو له هڅو څخه ملاتړ کوي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي له اجرائيه رئیس او افغان حکومت څخه د مننې ترڅنګ ووویل، چې ملګري ملتونه د افغانانو ترڅنګ دي او زیانمنو اقشارو ته د رسیدګۍ لپاره به خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.