اجرائيه رئيس: له ماینونو څخه رامنځته کېدونکي تلفات ټکان ورکوونکي دي

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د ماینونو د خطرونو د پوهاوي او د ماین پاکولو لپاره د مرستو نړیوالې ورځې نمانځغونډه کې ګډون وکړ.

په دې غونډه کې لومړی له طبیعي پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزیر نجیب اقا فهیم وینا وکړه او ویې ویل، چې د ماین پاکولو درې ورځنی پروګرام په پلي کولو سره غواړي، چې د کابل ښار ځینې سیمې د ماینونو او نا چاودو مهماتو پاکې کړي.

ښاغلی فهیم زیاته کړه، چې 19 میلیون ناچاودلې مواد له افغان خاورې څخه پاک شوي او همدارنګه 3100 مایله سیمه په ټول هېواد کې له ماینونو پاکه شوې، خو لاهم 1700 مایله سیمه لا هم په ماینونو پوښل شوې ده.

ښاغلی فهیم وویل، چې نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د ماین پاکولو له پروسې سره مالي همکاري زیاته کړي او هم دې د حکومت مشران د ماین پاکولو پروسې ته بودیجه ځانګړې کړي.

هغه همدا راز وویل، چې اوس هم هره میاشت ماینونه په افغانستان کې ۱۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اړوي.

د هېواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله له ماین پاکوونکیو او د هغوی له مالي تمویلوونکیو څخه د مننې ترڅنګ وویل، د خوښۍ خبر دا دی چې اتیا سلنه خاوره د افغانستان له ماینونو پاکه شوې؛ خو له بده مرغه چې لا هم شل سلنه خاوره کې د ماینونو ګواښ شته.

اجرائیه رئيس وویل، چې په افغانستان کې د ماینونو د زیان اړولو ارقام ټکان ورکوونکي او لا هم اوږده او خطرناکه لاره په مخکې لرو چې تر ۲۰۲۳ کاله پورې افغانستان د ماینونو له ګواښ څخه په بشپړ ډول خلاص شي.

اجرائیه رئیس له ټولو همکارو نړیوالو ټولنو مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د ماین پاکولو هرې برنامې د ملي یووالی حکومت تقدیر کوی او په دې برخه کې هر ډول همکاریو ته چمتو دي .

همدارنګه د هېواد اجرائیه رئیس د امریکا متحده ایالات او نړیوالو ټولنو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې یواځې امریکا هېواد د بشري مرستو برخه کې 61 میلیون ډالر مرسته کوي.

اجرائیه رئیس په پای کې وویل، چې هیله مندي مو ډېره ده چې د سولې روانې خبرې نتیجه ورکړي او هغه سوله دې وشي چې افغانان یې غوښتونکي دي .