اجرائيه رئيس: ټولې ادارې دې د حفظ و مراقبت لپاره جامع پلانونه چمتو کړي

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائيه رئیس په مشرۍ د حفظ و مراقبت اجرایوي کمېټې نن په سپېدار ماڼۍ کې ناسته وکړه.

په دې ناسته کې لومړی د افغانستان برېښنا شرکت مشر امان الله غالب د برېښنا شرکت اړوند تاسیساتو د حفظ و مراقبت په اړه پرنزنټېشن وړاندې کړ او ویې ویل، چې دوی د حفظ و مراقبت لپاره د کال ۱،۲ میلیارده افغانۍ لګوي.

هغه وویل، چې په تېر کال کې یې د ضایعاتو کچه له ۳۹ سلنې څخه ۳۳ سلنې ته راښکته کړې او ۱۸ میلیونه یې صرفه جويي کړي او په روان کال کې د ځانګړو تدابیرو په نیولو سره کوښښ کوي چې دا سلنه ۲۵ سلنې ته را ښکته کړي.

د برېښنا شرکت مشر زیاته کړه، چې په هرات ولایت کې به په نمونوي ډول سره د پیش پرداخت برېښنا سیستم فعال کړي، چې دمګړۍ یې بودیجه د نړیوال بانک له لوري منظوره شوې ده.

د ښاغلي غالب په وینا په تېر کال کې ۲۰۸ ځلې د برېښنا مزي او پایې د وسله والو مخالفانو له لوري تخریب شوي، چې دې شرکت ته یې د ۱۱،۷ میلیونه ډالره زیان ور اړولی دی او غوښتنه یې وکړه، چې د دې ستونزې لپاره باید حل لپاره پیدا شي.

هغه دغه راز د برېښنا بل د پیسو راټولو په اړه وویل، چې امنیتي او عدلي ادارې ورسره همکاري نکوي او له امله یې په پېرېدونکیو پور پاتې کېږي.

امان الله غالب وغوښتل چې عدلي او قضايي ادارې دې د برېښنا شرکت اړوند دوسیو ته عاجل رسیدګي وکړي او د عوایدو په را ټولولو کې دې ورسره همکاري وکړي.

هغه دغه راز وویل، چې یوشمېر روغتونونه، محابس، سترې خصوصي کمپنۍ او هوايي ډګرونه هم د برېښنا پوروړي دي چې دا مهال ورسره د پورونو د پرې کولوپه برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

ښاغلي غالب وویل، چې په هغو سیمو کې چې نا امني لري غواړي چې برېښنا خصوصي سکتور او یا هم ځايي مشرانو ته وسپاري چې عواید یې راټول کړي.

د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د افغانستان برېښنا شرکت چارې وستایلې او ویې ویل، چې برېښنا شرکت د حفظ و مراقبت لپاره ښه مکانیزم لري.

اجرائيه رئيس سپارښتنه وکړه، چې د برېښنا شرکت تجربې دې له نورو ادارو سره چې پراختیايي او بنسټیزې پروژې پلې کوي شریکې شي.

اجرائيه رئیس له برېښنا شرکت څخه وغوښتل چې د خپلو لویو پوروړو نوملړ دې اجرائيه ریاست ته په لیکلي ډول وسپارل شي او هم دې د خصوصي کمپنیو د ستونزو د حل لپاره له سوداګریزو خونو او د صنعت کارانو له ټولنې سره هم خبرې وشي او که پورونه ادا نشول، له قانوني لارو دې کار واخیستل شي او دوسیې دې څارنوالۍ ته واستول شي.

ډاکټر عبدالله عبدالله ټینګار وکړ، چې ټولې ادارې او درانه ښاریان دې د برېښنا بل په وخت پرې کولو کې ونډه واخلي او هم دې د افغانستان برېښنا شرکت او لویه څارنوالۍ د دوسیو د ژر څېړنې لپاره تفاهملیک لاسلیک کړي.

دغه راز د اوبو او برېښنا وزارت چارواکیو هم په یاد وزارت پورې د اړوندو تاسیساتو او بندونو د حفظ و مراقبت په اړه رپوټ وړاندې کړل او ویې ویل، چې دمګړۍ په دې برخه کې د بودیجې، تشکیل او لازمو تجهیزاتو د نه لرلو له امله له سختو ستونزو سره مخ دي.

د هېواد اجرائیه رئیس هدایت ورکړ، چې د لومړیتوبونو په مشخص کولو سره دې د خپلو بېړنیو اړتیاوو لست اجرائيه ریاست ته وسپاري.

اجرائيه رئيس ټولو ادارو ته هدایت ورکړ، چې د حفظ و مراقبت لپاره دې جامع پلانونه چمتو کړي او خپل لومړیتوبونه دې په نښه کړي. هغه دغه راز وویل، چې په دې برخه کې دې د خصوصي سکتور د شریکولو لپاره هم ځانګړې پاملرنه وشي.