اجرائیه رئیس : د سولې په پروسه کې به د هیچا حقونه تر پښو لاندې نشي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د خپل کار په دفتر سپېدار ماڼۍ کې د افغانستان د خلکو د همپالنېشورا له یوشمېر غړو سره ولیدل.

په دې ناسته کې لومړی د یاد شورا غړیو خپلې ستونزې له اجرائيه رئيس سره شریکې کړې او ویې ویل، چې سوله او انتخابات د هر افغان هېله او غوښتنه ده او مونږ د داسې سولې غوښتونکې یو، چې د افغانستان راتلونکي انتخابات،د ښځو حقونه او 18 کلنې لاسته راوړنې په کې وساتل شي.

د هېواد اجرائیه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د خلکو د همپالنې شورا له غړیو نه د مننې ترڅنګ وویل، چې په سوله کې کې د ټولو خیر دی او د ټولو افغانانو حقونه به په کې خوندي وي.

اجرائيه رئيس وویل، که د سولې په پروسه کې د خلکو حقونه خوندي نه وي او پرې معامله وشي نو دا سوله نه ده. هغه وویل، چې د سولې په پروسه کې به د خلکو وړاندیزنه او اندېښنې په پام کې ونیول شي.