اجرائیه رئیس : ټول وزارتونه باید په خپلو پروژو کې د تلپاتې پراختیا موخې جدي ونیسي

د افغانستان د تلپاتې پراختیا موخو اجرایوي کمېټې نن خپله ناسته په سپېدار ماڼۍ کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس په مشرۍ وکړه.

په دې ناسته کې د اجنډا له مخې د اقتصاد وزیر ډاکټر مصطفی مستور د افغانستان د تلپاتې پراختیا موخو د تېرې ناستې په اړه رپوټ وړاندې کړ او همدارنګه یې د یادې کمېټې لاسته راوړنو او ستونزو په اړه خبرې وکړي .

ښاغلی مستور زیاته کړه،چې د 111 ټارګیټ شوې تلپاتې پراختیا موخو څخه 72 موخې د ملي اداری په کاری لومړیتوپ کې ځای لری،چې په ټوله کې یواځې 39 ټارګیټ شوي موخې یې پوښښ لاندې دي .

ښاغلی مستور وویل،چې له 111 ټارګیټ شوی موخو څخه 29 موخې مناسب دي او 43 نور یې نسبی انطباق لری چې کاری ټېم به د دې موخو ته د رسیدګۍ لپاره په جدې ډول هڅې کوي.

ښاغلی مستور زیاته کړه،چې زیاتره ملی پروسي د تلپاتې پراختیا موخو په ملي پروسو کې شامل نه دي که دا ډول ملي پروسي د تلپاتې پراختیایي موخو کې شامل شي هېواد ته به یې ګټه ډېره وی .

ډاکټر مصطفی مستور زیاته کړه، چې تلپاتې پراختیا د افغانستان حیاتي اړتیاوې دي او په دې برخه کې حکومت هر راز همکارۍ ته ژمن اوسې. د اقتصاد وزیر وویل، چې د افغانستان ټولو وزارتونو هڅو ته په کتو دا هیله مندي پيدا کېږي، چې افغانستان به یو باثباته او روښانه راتلونکی ولري.

هېواد اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله له UNDP او نورو اړوندو نړیوالو ادارو مننه وکړه، چې د تلپاتې پراختیا موخو ته د رسېدو لپاره یې اغېزمن کار کړی؛ خو ټینګار یې وکړ،چې ټول بحثونه باید جدي ونیول شي او ټولې دولتي ادارې دې په خورا لېوالتیا په ناستو کې ګډون وکړي.

په پای کې اجرائیه رئیس وویل،چې ټول وزارتونه باید په خپلو پروژو کې د تلپاتې پراختیا موخې جدي ونیسي او په 1398 کال کې د تلپاتې پراختیا موخو په برخه کې ډېر اساسي ګامونه وخیستل شي.