اجرائيه رئیس: کورنۍ او نړیوالې ادارې دې په همغږۍ له بې ځایه شویو کورنیو سره اړینې مرستې وکړي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو اجرایوي کمېټې نن له غرمۍ وروسته خپله ناسته د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ په سپېدار ماڼۍ کې وکړه.

په دې ناسته کې لومړی د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي وویل، چې له نړیوالو او کورنیو ادارو سره یې کډوالو، راستنېدونکیو او بې ځایه شویو کورنیو ته د رسیدګۍ لپاره د ښې همغږۍ د رامنځته کپه پار یو ځانګړی مکانیزم جوړ کړی دی.

ښاغلی بلخی زیاته کړه، چې ډېری کورنۍ ادارې د اړتیا پرمهال له نړیوالو ادارو سره د همغږۍ په برخه کې ستونزې لري؛ نو له همدې امله د دې مکانیزم جوړېدو ته ضرورت و چې په پلي کېدو سره به یې دا ستونزه ختمه شي.

د کډوالو چارو وزیر زیاته کړه، چې د هرات، کابل، فراه او بادغیس ولایتونو کې کورنیو بې ځایه شویو ته د رسېدګۍ او ورسره د مرستو لپاره 140 میلیونه افغانۍ وړاندیز شوي، څو د هغوی ستونزې راکمې کړي.

همدارنګه ښاغلي بلخي وویل، چې له 500 کورنیو څخه ډېرې کورنۍ بېرته خپل اصلي مېنو ته ستانه شوي دي. هغه وویل، چې د ماليې وزارت لخوا هغو کورنیو ته چې بېرته خپل اصلي استوګن ځای ته ستنېږي د لارې د ترانسپورت او نقدې پیسي د اولیه ضرورتو لپاره ورکول کېږي .

غونډې ته د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو وزیر وویل، چې د بې ځایه شوی کورنیو لپاره په بادغیس ولایت کې د موقتو ځمکو د وېش په طرزالعمل هم خبرې وکړې او ویي ویل، چې بې ځایه شوي کورنیو لپاره منظم ځای په نظر کې نیول شوی، چې کارونه یې په ښه شکل پر مخ روان دي .

د هېواد اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله اړونده ادارو ته هدایت ورکړ، چې د هېواد 5 ولایاتو کې له بېځایه شویو کورنیو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

اجرائیه رئیس وویل: هغه کورنۍ چې غواړي بېرته خپلو اصلی مېنو ته ستنې شي باید ټولې اسانتیاوې ورته برابرې شي.

په پای کې د هېواد اجرائیه رئیس له ټولو نړیوالو ادارو څخه د مننې ترڅنګ وویل، چې ټولې دولتي او غیر دولتې ادارې باید په ګډه کار وکړي او د راستنېدونکیو او بې ځایه شویو کورنیو لپاره دې سهولتونه رامنځته کړي.

د یادولو وړ ده، چې په 2019 کال کې 105087 تنه کډوال له بهرنیو هېوادونو څخه خپل هېواد ته راستانه شوي او په کور دننه بیا په 2019 کال کې 228746 تنه بې ځایه شوي، چې 3969 تنه بېرته خپلو اصلي مېنو ته ور ګرځېدلي دي.