اجرائيه رئيس: ټولې ادارې مکلفې دي چې خلکو ته په وخت اطلاعات ورکړي

د فساد د مخنیوي او د سیستمونو د پراختیا اجرایوي کمېټې نن خپله ناسته په سپېدار ماڼۍ کې د افغانستان د اجرائیه رئیس په مشرۍ ترسره شوه.

په دې ناسته کې لومړی د سیستمونو د پراختیا د کاري ګروپ له لوري په جوړه شوې مسوده بحث وشو. د اترا ادارې له لوري په دې اړه رپوټ وړاندې شو او ویې ویل، چې په دې مسوده کې د سیستمونو د پراختیا، فعالیت، اتصال او مصوونیت په اړه بحث شوی او هڅه کېږي چې څنګه د افغانستان په ادارو کې د پروسو ساده سازي رامنځته شي.

همدارنګه د دې مسودې له مخې به وزارتونه او ادارې به د سیستمونو د مصوونیت، ګډو او هماهنګو هڅو او د بودیجې د زیاتوالي په اړه هڅې وکړي. دغه راز د سیستمونو د پراختیا لپاره د یوې مدونې پالیسۍ په جوړولو هم ټینګار وشو.

د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله هدایت ورکړ، چې دا مسوده دې له ټولو ادارو سره شریکه شي، د هغوی نظریات دې پرې واخیستل شي او د راتلونکې اونۍ په ناسته کې به د ټولو ادارو تر نظر اخیستلو وروسته نهايي او تصویب شي.

ورپسې اطلاعاتو ته د لاسرسي خپلواک کمېسیون غړو اطلاعاتو ته د لاسرسي د ستراتېژۍ د تطبیق په اړه رپوټ وړاندې کړ او ویې ویل، چې ټولې ادارې باید له دغه کمېسیون سره د معلوماتو په ارایه کولو کې مرستې وکړي.

د یاد کمېسیون غړو وویل، چې یوشمېر ادارې ورسره لازمه مرسته نکوي او هم په دې برخه کې شته ستونزې لکه د معلوماتود ورکولو شخص نه معرفي کول، د منابعو په اختیار کې نه درلودل، خلکو ته د معلوماتو د ورکړې د زمینې نشتون او نور باید له منځه لاړې شي.

د افغانستان د روڼتیا د څار ادارې مشر دغه راز له فساد سره د مبارزې د خپلواک کمېسیون د ایجاد په اړه خپل وړاندیزونه هم شریک کړل.

د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله ټينګار وکړ، چې د اطلاعاتو ته لاسرسی د ټولو افغانانو حق دی او ټولې ادارې مکلفې او مسوولې دي چې اطلاعات په وخت د خلکو په اختیار کې ورکړي.

اجرائيه رئیس دغه راز د افغانستان د روڼتیا د څار ادارې او همدارنګه له فساد سره د مبارزې د څارنې او اروزنې ګډې خپلواکې کمېټې ته دنده وسپارله چې خپل تجارب او موندنې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون غړو سره شریک کړي.