ملګري ملتونه د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له پروسې ملاتړ کوي

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائیه رئيس جلالتمآب ډاکټر عبدالله عبدالله نن د خپل کار په دفتر سپېدار ماڼۍ کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي ښاغلي یاماماتو سره ولیدل.

په دې ناسته کې لومړی د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د ملګرو ملتونو عمومي مقر ته د خپل سفر او ناستو په اړه اجرائيه رئیس ته معلومات ورکړل او ویې ویل، چې ملګري ملتونه د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له خبرو اترو ملاتړ کوي. ښاغلي یاماماتو د سولې لپاره سیمه ییزه هماهنګي مهمه وبلله.

د هېواد اجرائیه رئیس له ملګرو ملتونو څخه د مننې ترڅنګ وویل، چې د سولې لپاره هڅې چټکې شوي دي.

په دې ناسته کې دغه راز د دوحې ناستې، راتلونکیو ټاکنو او سیمه ییزو مسایلو هم خبرې اترې وشوې.